Asset 1SWN

ناروې له افغانستان سره نږدې دوه میلیونه ډالره مرسته وکړه

Norwegian-flag-qtsr33j5hb0ajlk69d8qa0j55nsk93ysbj3l94eq2w

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي چې ناروې د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره یو میلیون او ۸۰۰ زره ډالره مرسته کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

اوچا دا موضوع نن (د وږي اتلسمه، یکشنبه) پر خپل اېکس یوه خبرپاڼه کې لیکلې، خو دا یې نه‌دي ویلي چې یادې پیسې به په کومه برخه کې ولګول شي.

د اوچا په وینا، ناروې په تېرو ۱۰ کلونو کې د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره له اووه‌لس‌نیم میلیونه ډالرو ډېره مرسته کړې ده.

د ناروې تر څنګ، سویډن، کاناډا، بریټانیا، اسپانیا او سویس هم د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره مرستې کړې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دا داسې مهال ده چې د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو ویلي چې په روان زېږدیز کال کې نږدې ۲۴ میلیونه افغانان چې ۱۲ میلیونه او ۳۰۰ زره یې ماشومان دي، بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام