د شمالي‌کوریا مشر کیم جونګ اون ویلي که امریکا د دې هېواد د اتومي وسلو د نه جوړولو لپاره خپلې غوښتنې پرېږدي، پیونګ‌یانګ له واشنګټن سره د خبرواترو لپاره چمتو دی.

د شمالي‌کوریا دولتي رسنۍ راپور ورکړی چې، کېم جونګ اون پرون یک‌شنبه د دې هېواد د عالي مجلس په غونډه کې ټینګار کړی چې د بندیزونو د ختمولو په بدل کې به هېڅکله هم د اتومي وسلو له جوړولو لاس وانه‌خلي.

کیم څرګنده کړه: «که متحده ایالات د خلع‌سلاح په اړه خپل غیرمنطقي وسواس پرېږدي او د صادقانه سوله‌ییز ګډ ژوند نیت ولري، هېڅ دلیل نشته چې موږ له هغوی سره خبرو ته کې‌نه‌نو.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


کیم زیاته کړه چې د اتومي وسلو جوړول د هېواد د پایښت او امنیت لپاره اړین دي او د امریکا او سوېليکوریا ګډ پوځي تمرینونه یې د «اتومي جګړې تمرینونه» بللي دي. د هغه په وینا، د واشنګټن او سېول وروستۍ هڅې صادقانه نه‌دي او هدف یې د پیونګ‌یانګ د رژیم کمزوری کول او له‌منځه وړل دي.

نوموړي همداراز وویل چې بندیزونه د شمالي‌کوریا لپاره «یوې زده‌کړیزې تجربې» په توګه بدل شوي چې هېواد یې لاپیاوړی او مقاوم کړی دی.

شمالي‌کوریا د ملګروملتونو د امنیت شورا تر سختو اقتصادي او پوځي بندیزونو لاندې دی، خو له دې سره سره یې په اتومي وسلو او بالستیک توغندیو کې پرمختګ کړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام