د شمالي‌‌کوریا مشر کیم جونګ اون ویلي چې هېواد یې باید په چټک ډول خپلې اټومي وسلې پراخې کړي او د امریکا او سوېلي‌‌کوریا ګډ پوځي تمرینات یې «د جګړې لپاره د راپارولو ښکاره هڅه» بللې ده.

د شمالي‌کوریا دولتي رسنۍ KCNA  نن سه‌‌شنبه، اګسټ ۱۹مه، راپور ورکړی چې کیم جونګ اون ویلي، د سیمې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کېږي او د ده په وینا، د واشنګټن او سیول ګډ اقدامات د پیونګ‌یانګ لپاره جدي ګواښونه رامنځته کوي.

هغه زیاته کړې چې د امریکا او سوېلي‌کوریا پوځي مانورونه یوازې عادي تمرینات نه دي، بلکې د جګړې د تیاري او د شمالي‌کوریا د له‌منځه وړو د ستراتیژۍ څرګندونه کوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


سوېلي‌کوریا او متحده ایالاتو همدا اوونۍ نوي ګډ پوځي تمرینات پیل کړي چې د لوړېدونکو اټومي ګواښونو پر وړاندې د ګډ غبرګون د پیاوړتیا لپاره طرحه شوي دي. په دغو تمریناتو کې د ځمکني، سمندري او هوايي ځواکونو پرمختللي عملیات شامل دي.

شنونکي وايي، د شمالي‌کوریا د مشر وروستۍ څرګندونې ښيي چې پیونګ‌یانګ غواړي د خپلو اټومي وړتیاوو د پراختیا له لارې پر سیمه فشار زیات کړي او په احتمالي خبرواترو کې له دې د امتیاز اخیستلو وسیله جوړه کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام