د لوګر نوي والي قاري صلاح‌الدین ایوبي نن چهارشنبه (زمري، لومړۍ) د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد ولایت د نوي والي په توګه خپله دنده پیل کړه.

جوړې شوې غونډه کې د کرنې او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، د کورنیو چارو او کډوالو چارو وزارتونو مرستیالانو، لوګر چارواکو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.

کرنې او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاالله عمري وویل، د لوګر ولسونه د تېرو څو لسیزو جنګ جګړو له امله سخت زیانمن شوي او اړتیا ده چې د اسلامي امارت مسوولان ورته اساسي خدمات وړاندې کړي.

د هغه په وینا، اسلامي امارت په تېرو څو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د کرنې، مالدارۍ، اوبولګولو او اقتصاد برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

 جوړې شوي غونډې ته د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالله مختار وویل چې په حکومتي دندو کې تغیر او تبدیل یو اصل دی او د اسلامي امارت ټول مسوولان دې اصل ته ژمن دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه زیاته کړه چې لوګر پلازمېنې کابل ته څېرمه پروت ولایت دی، خو په تېرو حکومتونو کې ورته د پام وړ کار نه‌دی شوی او اړتیا ده چې د اسلامي امارت مسوولان په پوهنې، کرنې او مالدارۍ، اقتصاد او بیارغونې برخو کې دغه ولایت ځانګړې پاملرنه وکړي.

د لوګر لپاره نوي ټاکل شوي والي قاري صلاح‌الدین ایوبي په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت له مشرتابه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د لوګر ولسونو لپاره اساسي خدمات رسول زموږ مسوولیت او په دې برخه کې به هېڅ دول هڅه ونصپموي.

ایوبي له ولس څخه غوښتنه وکړه چې د ورسپارل شوي دندې په ترسره‌کېدو کې د ولایتي ادارې ملاتړ او همکاري وکړي.

هېره دې نه وي چې د اسلامي امارت واک ته رسېدو راهیسې لوګر کې دا پنځم والي دی چې تغیر او تبدیل کېږي او د دغه ولایت پخوانی والي مولوي ضیاالرحمن مدني د حج او اوقافو وزارت د نوي مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام