د حوت میاشتې ۲۷ مه چې افغانستان کې د خبریال له ملي ورځې سره برابره ده، هیواد کې یو شمیر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وايي، د اقتصادي ستونزو ترڅنګ، پر وخت مالوماتو ته د لاسرسي نهشتون ستونزې سره هم مخ دي.
دوی وویل، دغې مسلې یې مسلکي فعالیتونه اغېزمن کړي او له حکومتي چارواکو غواړي چې خبریالانو ته په وخت سره دقیق مالومات ورکړي.
د یوه خصوصي تلویزیون خبریال صبور ستانکزی او کابل کې آزاده خبریاله صدف یارمل وايي:
«افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې یو شمېر خنډونه شته، مالومات او مواد پر وخت د خبریالانو لاس ته نه رسېږي، په ساحه کې د مالوماتو راټولول هم له ستونزو سره مخ دي. په ټوله کې، یوازینۍ غوښتنه چې له حکومت څخه کېږي دا ده چې د رسنیو لپاره دې د همغږۍ یوه کمېټه جوړه شي، څو خبریالان وکولی شي له امنیتي وېرې پرته ساحو ته ولاړ شي.»
«ځینو مواردو کې مالوماتو ته لاسرسی ناشونی وي او په ځینو کې ډېر محدود وي چې دا د خبریالانو پر وړاندې یو اساسي خنډ دی، څو وکولی شي واقعیتونه په سمه او چټکه توګه خپاره کړي. د ښځینه خبریالانو پر وړاندې ستونزې د نارینهوو په پرتله ډېرې دي، لکه د کار او ساحوي حضور محدودیت، د سفر ستونزې او د کاري فرصتونو کمښت.»
ورته وخت کې د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د اطلاع رسونې برخه کې د رسنیو رول مهم ګڼي او وايي چې رسنۍ کولی شي د اسلامي امارت د پالیسیو په چوکاټ کې فعالیت وکړي.
د یاد وزارت ویاند خبیب غفران وايي:
«الحمدالله، د رسنیو د ملاتړ او ښهوالي په برخه کې په تېر یو کال کې نږدې پنځوسو رسنیو رسمي جوازونه ترلاسه کړي او اووه څلوېښتو نورو خپل جوازونه تمدید کړي. موږ له رسنیو غواړو چې په خپلو خپرونو کې د اسلامي امارت له پالیسۍ سره ژمن پاتې شي.»
که څه هم د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند د دغه وزارت او رسنیو ترمنځ د همغږۍ خبره کوي، خو پر وخت اطلاعاتو ته د خبریالانو نهلاسرسي غوښتنې په اړه یې څه نه وايي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مخکې ویلي وو چې هڅې روانې دي، څو پر وخت رسنۍ او خبریالان کره اطلاعاتو ته لاسرسی پیدا کړي.
په همدې حال کې د ژوندون خصوصي ټلویزیون رییس صفت الله امید په اوسني وضعیت کې د خبریالانو مسؤلیت خورا مهم بولي او وايي چې خبریالان باید مسلکي عمل وکړي.
«باید واقعیتونه په دقیق، چټک او بېطرفانه ډول خلکو ته ولېږدول شي، پرته له دې چې د احساساتو یا اوازو تر اغېز لاندې راشي. له ناسم او نهتأیید شویو خبرونو د خپرولو ډډه کول په داسې حالاتو کې د رسنیو له مهمو اصولو څخه دي. همدارنګه، د ملي یووالي ساتنه او د کړکېچونو له پارولو څخه مخنیوی د خبریالانو له اخلاقي مسوولیتونو څخه شمېرل کېږي.»
له دغې ورځې سره هم مهاله، د افغانستان د آزادو خبریالانو اتحادیې چارواکو د خبریالانو لپاره د اتحادیې پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل چې اقتصادي ننګونو په تیر کال کې د رسنیو ۲۲۸ کارکونکي خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.
د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې مشر حجت الله مجددي وویل:
«د دې اتحادیې د مالوماتو له مخې، سره له دې چې د رسنیو فعالیتونه دوام لري، اقتصادي ستونزو لامل شوی چې د تېر یوه کال په موده کې د رسنیو د کارکوونکو شمېر له ۵۰۴۷ تنو څخه ۴۸۱۹ تنو ته راکم شي او په پایله کې ۲۲۸ رسنیزو کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.»
هیواد کې د خبریال ملي ورځ د ۱۳۹۷ کال په کب میاشت کې د پخواني حکومت لخوا د خبریالانو د کار د پیژندلو لپاره ونومول شوه او د افغانستان په رسمي تقویم کې شامله شوه.