د ننګرهار محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د ملکي هوايي ډګر ترمینل یې نن یکشنبه د غبرګولي اوومه په رسمي توګه پرانېست.
د ننګرهار مرستیال والي مولوي محمدرباني ناصح د یاد ترمینل د پرانېستلو مراسمو کې ویلي چې د دې ولايت د ملکي هوايي ډګر ترمينل چې په ټولو اړينو وسايلو او خدماتو سمبال دی، د کورنیو الوتنو لپاره نن په رسمي توګه پرانېستل شو.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي د ملکي هوايي ډګر د چارو لا ښهوالي، ملکي الوتنو ته د زمينې برابرېدو او نورو برخو کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ او په يوشمېر برخو کې د هوايي ډګر مسوولانو ته سپارښتنې وکړې.
د ننګرهار ملکي هوايي ډګر امر رحمتالله شجاع بیا دې مراسمو ته وویل چې ملکي ډګر يې د ا.ا واک ته له رسېدو وروسته فعال کړی چې تر دې دمه ورته مرستندويه ادارو شاوخوا ۴۰۰ الوتنې او ۲۵۰۰ مسافرو ترې سفرونه کړي دي.