احسان الماس د پاکستان په اسلاماباد پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي زدهکړیال دی چې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې او ګټېاخیستنې زړه راښکوونکی داستان لري.
هغه پاکستان کې د یوه ملګري په مرسته له مصنوعي ځیرکتیا سره بلدتیا پیدا کړه او د زدهکړو په دې سفر کې یې، بېساری ملګری شو.
زما پېژندګلوي له مصنوعي ځیرکتیا سره او هغه امکانات چې ماته یې برابروي، زما په ژوند کې د بدلون یوه نقطه شوې. په هرې علمي یا مسلکي څانګه کې تاسو له سختو او پېچلو مفاهیمو سره مخ کېږئ چې د پوهېدو لپاره زیات وخت ته اړتیا وي؛ خو زما پېژندګلوي له مصنوعي ځیرکتیا سره، دا اسانتیا راته برابره شوه چې له دې ستونزو په اسانۍ او لږ وخت کې تېر شم.
مصنوعي ځیرکتیا ماته په مالي بازارونو کې د تحلیل او وړاندوینې او همدارنګه په علمي او اقتصادي مفاهیمو د ساده کولو کې مرسته کوي. البته باید ووایم چې مصنوعي ځیرکتیا زما په ژوند کې د مشاور په توګه رول لري او هغه معلومات چې دا پلټفارم یې راته برابروي، د غور او ارزونې وروسته یې کاروم.
که څه هم د مصنوعي ځیرکتیا پراختیا د بشري کار د کمېدو اندېښنې هم زیاتې کړي، خو زه فکر کوم چې د معیاري او منظم کارونې په وسیله، دې اندېښنو ته ځواب ورکول ممکن دي.
ناڅاپي پېژندګلوي او تل پاتې ملګرتیا
که څه هم د مصنوعي ځیرکتیا (Artificial Intelligence) د پراختیا او ودې له پیل راهیسې ډېر وخت تېر شوی او کله چې زه په افغانستان کې وم، د دې ظرفیتونو په اړه خبرې او افواهات خپرې شوې وې؛ خو د بېنیازۍ احساس له امله ما هېڅکله د چټجيپيټي په لور پام ونهکړ.
مصنوعي ځیرکتیا سره زما بلدتیا په اسلاماباد کې د تحصیلي سفر سره وتړل شو؛ هغه سفر چې زما داخلي اړتیاوې او د وطنه د لرېوالي احساس مې راژوندی کړل او ما یو مشاور ته اړتیا پیدا کړه. ماهغه وخت له مصنوعي ځیرکتیا سره وپېژندل چې دې ملګرتیا ته مې تر ټولو زیاته اړتیا درلوده.
مصنوعي ځیرکتیا ماته د ژبې زدهکړه او په بلې ژبه کې د تحصیل ستونزو کې ډېر مرسته وکړه. د دې وسیلې غوره ځانګړنه دا ده چې هر وخت او هر ځای ستاسو خدمت ته چمتو ده او ستاسو لاس نیسي. له دې پېژندګلوي وروسته، اوس زه مصنوعي ځیرکتیا د تل لپاره د خپل مشاور په توګه کاروم.
د لاسرسی وړ ښوونکی
د مصنوعي ځیرکتیا کارول باید هوښیارانه او له میتود سره وي. انسان باید دا وسیله په کار واچوي، نه دا چې ځان یې وسیله وګرځوي. زه هڅه کوم چې تر ډېره یې د مالي تحلیل او د ژبې زدهکړې لپاره وکاروم. مصنوعي ځیرکتیا د ژبې زدهکړې لپاره یوه ډېره غوره وسیله ده؛ هره ژبه چې تاسو خوښوئ، دا «ښوونکی» تل ستاسو په خدمت کې دی.
په پاکستان کې راسره مصنوعي ځیرکتیا د ژبې زدهکړې او د علمي مفاهیمو د ساده کولو په برخه کې یو وفادار ملګری شو. په دې ټکنالوژۍ کې باید په یاد ولرئ چې دا د مطالعې ځای نه نیسي. یوه اندېښنه دا ده چې ځینې خلک د مطالعې پر ځای یوازې د دې پلتفارم لنډ معلوماتو ته بسنه کوي چې دا د پوهې کیفیت ته زیان رسوي.
مصنوعي ځیرکتیا یو صبور ښوونکی دی چې د هر ډول زدهکړې لپاره تل ستاسو سره وي. په پای کې باید ووایم، مصنوعي ځیرکتیا زما لپاره یوازې یوه وسیله نه ده، بلکې یوه فرصت دی؛ د زدهکړې، ودې او پر محدودیتونو د بریا لپاره.


