Asset 1SWN

سلام وطندار

متقي: پاکستان دې سنجول شوی سیاست غوره کړي

متقي

نن د مرغومي شپږمه یا پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل ۴۵مه کلیزه ده. د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل ۴۵مې کلیزې په مناسبت یوې غونډې ته ویلي، پاکستان باید سنجول شوی سیاست غوره کړي.

هغه په دې غونډه کې د پکتیکا پر برمل ولسوالي د پاکستان هوايي بریدونو ته په اشارې ویلي، افغانان هېڅکله پر خپلې خاورې یرغل نه ‌مني. نوموړي له پاکستانیانو غوښتي چې د خپلو واکمنانو د ناسمو پالیسیو مخه ونیسي او اجازه ور نه کړي چې د دوی پر برخلیک لوبې وکړي.

امیرخان متقي وايي، پاکستان پر پکتیکا په شویو هوایي بریدونو سره خپل ملکي حکومت ته په سپکه سترګه کتلي.

هغه زیاته کړې: «که پاکستان نن د افغانستان پر خاوره تېری کوي، دا به افغانان هېڅکله هېر نه‌کړي، دوی باید سنجول شوی سیاست غوره کړي. ما ته دې د ټولې نړۍ په سیاسي اصولو کې را وښيي چې یو هېواد دې بل هېواد ته سیاسي پلاوی ولېږي او له مسوولانو سره یې دې خبرې او د اړیکو نږدېوالي لپاره هڅه وکړي او له بلې خوا برید وکړي. دا یې د خپل سیاسي پلاوي سپکاوی دی؛ دا یې د خپل حکومت سپکاوی دی. نو ټول باید له نننۍ ورځې‌-‌د مرغومي شپږمې نه عبرت واخلي.»

په همدې حال کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه هم په دې غونډه کې ویلي، له افغانستان او افغانانو څخه ناسمه مطالعه، د دوی د ارادې نه پېژندل، د افغانانو پیاوړې عقیده او د دغه مېړني ولس مېړانه په افغانستان کې د درېوو امپراطوریو د ماتې لامل شول.

هغه زیاتوي: «که څوک د افغانستان پر خاوره یرغل کوي، دې ته دې لږ فکر وکړي چې افغانانو دا درې امپراطورۍ څنګه ماتې کړې. نو په پرمل ولسوالي کې چې څومره شهیدان شوي، کورنیو ته یې د زړه صبر غواړو او ټپیانو ته یې بېړنۍ روغتیا.»

د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د پکتیکا پر برمل ولسوالي د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته په کابل کې د دغه هېواد سفیر عبدالرحمان نظاماني احضار کړی او په یوه خبرپاڼه کې یې ویلي چې نوموړي ته یې د ا.ا سخت اعتراض‌لیک سپارلی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، پاکستان ته یې په ډاګه کړې چې د افغانستان خاورې ساتل د ا.ا سره کرښه ده او دا ډول نامسوولانه اقدامات به بدې پایلې ولري.

د پکتیکا پر برمل ولسوالي د پاکستان د هوايي بریدونو له امله ۴۶ کسان وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي. د ا.ا د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست نورالله نوري د د دفاع وزارت له یوه پلاوي سره د برمل ولسوالي د وضعیت ارزولو لپاره پکتیکا ولایت ته تللی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام