د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ «یوناما» له سرپرستې جورجټ ګانیون سره لیدنه کې د دوحې د کاري ګروپونو پر فعالیتونو بحث کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس حافظ ضیاء احمدتکل سلام‌وطندار ته وویل چې په دغه لیدنه کې متقي، مقابل لوري ته یادونه وکړه چې اسلامي امارت د دوحې پروسې په کاري ګروپونو کې د قناعت وړ پرمختګ کړی، خو په مقابل کې بیا نور اړخونه په دې نه دي بریالي شوي چې د بدیل معیشت او د بانکي ستونزو په اړه د پام وړ لاسته راوړنې ولري، نو لازمه ده چې نور مسوول لوري هم اغېزمن ګامونه واخلي څو پرمختګونه محسوس شي.

هغه وویل: «د بهرنیوچارو وزیر یادونه وکړه چې د افغانستان لخوا د دوحې پروسې په کاري ګروپونو کې قناعت بخښونکی پرمختګ شوی، خو په مقابل کې یې نور لوري نه دي توانیدلي چې بدیل معیشت ته او بانکي مشکلاتو ته اړوند د قناعت بخښونکی لاسته راوړنې ولري. ځکه نو اړینه ده چې اړونده لوري هم کوټلي ګامونه واخلي، څو په نورو برخو کې هم پرمختګونه وشي.»

د تکل په وینا، د لیدنې په دوام کې د یوناما سرپرستې افغانستان ته د ملکرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې روزمیري ډیکارلو د هغه سفر یادونه او د همکارۍ غوښتنه وکړه  چې د روانې میاشتې په پای کې به یې ولري.

د نوموړي په وینا، د یوناما سرپرستې تر دې مهاله د دوحې پروسې د دوو کاري ډلو د مخکیني ناستو پایلې مثبتې وبللې او د لا نورې پاملرنې یادونه یې وکړه.

نوموړي زیاته کړه: «د یوناما سرپرستې اغلې جورجیټ د روانې میاشتې په پای کې افغانستان ته د ملکرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې روزمیري ډیکارلو د سفر یادونه وکړه او په دې برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه. اغلې جورجیټ د دوحې پروسې د دوو کاري ډلو د مخکیني ناستو پایلې مثبتې وبللې او یادونه یې وکړه چې دې برخه کې به لا ډېره توجه وشي.»

بل‌خوا سیاسي شنونکي او د وضعیت څارونکي په دې باور دي چې د دوحې کاري ګروپونو ناستې هغه مهال ښې پایلې لرلی شي چې دواړه لوري منظمه همغږي او تعهداتو ته ژمنتیا ولري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د سیاسي مسایلو کارپوه ډاکټر معین ګل څمکنی او د نړیوالو اړیکو شنونکی سیداکبرسیال وايي، د دوحې د کاري ګروپونو ناستې او اړیکې ډېرې مهمې دي، ځکه له نړۍ سره د افغانستان د یوځای کیدو او خپل‌منځي ژمنو د عملي کیدو ارزونه کېږي.

د دوي په خبره، هغه څه چې په دغو کاري ګروپونو کې ورباندې بحث شوی، تر ډېره اسلامي امارت پرځای کړي، نو اوس لازمه ده چې نړیواله ټولنه او په دغه بهیر کې شامل هېوادونه خپلې ژمنې پر ځای کړي.

ډاکټر معین ګل څمکنی وویل: «بانکداري، سوداګري او د بدیل معیشت موضوعات وو. په دې ټولو کې د نړۍ هېوادونو وعده وکړه خو له بده مرغه څرک یې ونه لګیده او په خپلو کړو وعدو باندې یې اقدام ونه کړ. دا چې اوس هماغو موادو ته بېرته راګرځو دا به تر ټولو ډېره ښه وي، ځکه د افغانستان خلکو ته به بدیل د معیشت پیدا شوی وي، او د نړیوالو هغه اندېښنې چې دوي یې د افغانستان له اراضۍ نه د نشه یې توکو او ترورېزم د محوه کولو په مورد غوښتنه لري هغه به ترسره شي.»

د نړیوالو اړیکو شنونکی سیداکبرسیال وویل: «زما په نظر دغه کاري ګروپونه چې په کومو برخو کې فعالیتونه کوي، که په عملي بڼه کومې وعدې چې له اسلامي امارت سره شوي او تعهدات شوي، دا ډېر زیات او له ټولو نه مهم دي. که چېرته مونږ تعهدونه کوو، توافقونه کوو، او هغه کاري ګروپونه په دې برخه کې عملي اقدامات وکړي، تعهداتو ته عملي بڼه ورکړي، نو دا زما په نظر هم په ټولنه باندې، هم په نظامونو باندې اغېز لري. او دا د هغوي لپاره هم مهم دي چې یو بل سره د ډېپلوماسۍ له مخې مخکې ځي.»

د یادونې وړ ده، په دې وروستۍ لیدنه کې دواړو لورو ټینګار کړی، د دې لپاره چې د دوحې پروسې تر چتر لاندې له دوو کاري ډلو پرته په نورو موضوعاتو هم ګټورې خبرې وشي، باید ګډ کار او همکاري لازیاته شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام