د بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګډې همغږۍ کمېټې د تېرې ورځې په غونډه کې، دواړو لوریو د خبرو له لارې د شخړو او ننګونو پر حل ټینګار کړی دی.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل وايي، پاکستاني پلاوي هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اغېزمنو حللارو پر رامنځته کولو او د ستونزو لهمنځه وړو کې د ورته غونډو جوړول مثبت او اغېزمن بللي دي.
هغه وویل: «محترم مولوي امیرخان متقي ټینګار وکړ چې دواړه هېوادونه باید خپلې ستونزې د باور په فضا او د خبرواترو له لارې حل کړي او له هر هغه عمل او بیان څخه ډډه وکړي چې د خلکو ترمنځ د کرکې لامل کېږي او د دوی احساسات راپاروي؛ د پاکستاني پلاوي مشر دا هم وویل چې دواړه ګاونډي هېوادونه ژورې اړیکې لري او دا اړینه ده چې وڅېړل شي چې رامنځته شوې، ستونزې څنګه حل کېدی شي.»
له دې سره د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق کابل کې د افغانستان او پاکستان همغږۍ کمېټې اوومې غونډې ته په اشارې پر اېکسپاڼه لیکلي چې د ناندریو حل، شکونو لرې کولو او دوه اړخیز درک پیاوړتیا لپاره دغه ډول میکانیزمونه اړین دي.
نوموړي د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره کتنه کې زیاته کړې چې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار به په نږدې راتلونکي کې کابل ته سفر وکړي.
په همدې حال کې د سیاسي او نړیوالو اړیکو یو شمېر کارپوهان که څه هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو د حل لپاره تفاهم او خبرې اترې اغیزمنې ګڼي، خو زیاتوي چې پاکستان له افغانستان سره په خپلو ژمنو عمل نه کوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د سیاسي چارو کارپوهان خلیل احمد نادم وویل: «پاکستان د خپل تاسیس راهیسې د افغانستان پروړاندې هېڅ ښه نیت نهلري او نه به یې ولري؛ نو زه فکر نه کوم چې موږ به له دې هېواد سره تفاهم ته ورسېږو، ځکه چې موږ مخکې مختلفو تفاهم ته رسېدلي یوو، وګورئ چې دوی زموږ د ترانزیت پر وړاندې څومره ظالمانه دي او د مهاجرینو جبري اخراج په هغه ډول دی چې د افغانستان په ملت او خلکو فشار دی.»
یو بل سیاسي کارپوه کامران امان وايي: «مسایل باید د تفاهم له لارې حل شي، خو افغانستان په دې باوري دی چې پاکستان هېڅکله په خپلو تړونونو او خبرواترو ولاړ نه دی او هېڅکله به نه وي؛ ځکه چې په دې هېواد کې څو حکومتونه دي، هېڅ یو یې په خپل منځ کې همغږي نهلري، دوی خپل کورني او بهرني سیاستونه له لاسه ورکړي دي.»
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمدصادق تېره ورځ د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې همغږې کمېټې په اوومه غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته راغلی و.
له دې سره هممهاله، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ یو پلاوی پاکستان ته سفر کړی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې عزیزي پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې هغه هېواد کې مېشتو یوشمېر افغان سوداګرو او کډوالو سره لیدلي او هغوی ته یې ډاډ ورکړی چې افغانستان کې د دوی د بیامېشتېدنې او د ژوند شرایطو ښهکولو لپاره اړین اقدامات شوي دي.


