Asset 1SWN

م.جاهد: د طبیعي پېښو د زیانمنو لاسنیوي لپاره شته امکانات کاروو

Untitled-design-18

د ا.ا ویاند ذ.بېح‌الله م.جاهد په بغلان، بدخشان، غور او هرات ولایتونو کې د پرونیو سېلابونو له زیانمنو سره خواخوږي ښودلې او ویلي یې دي چې ا.ا به خپل ټول امکانات د یادو زیانمنو د لاسنیوي لپاره وکاروي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

م.جاهد پرون ناوخته (د غويي یوویشتمه، جمعه) پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې د طبیعي پېښو ته د رسېدو وزارت، کورنیو چارو وزارت او ولایتي مسوولانو ته لارښوونه شوې چې ژرترژره له سېلابونو د خلکو ژغورلو، د مړو را اېستلو او د ژوبل شویو کسانو د درملنې لپاره ټول شته امکانات وکاروي.

هغه له افغانانو هم غوښتي چې د طبیعي پېښو له زیانمنو سره د مرستې لپاره لاسونه را بډ وهي.

پرون په بغلان، بدخشان او هرات ولایتونو کې سېلابونه راووتل چې له کبله یې لسګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته او خلکو ته یې سخت مالي زیانونه هم واړول.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د بغلان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست له لوري د خپرو شویو شمېرو پر بنسټ، په دغه ولایت کې راغلیو سېلابونو د لږترلږه ۵۰ کسانو ژوند اخیستی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام