د کورنيو چارو وزارت لومړی مرستيال نبي عمري وايي چې د اسلامي امارت حکومت د هېچا په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه‌کوي او په وینا یې، له نورو هېوادونو هم ورته تمه لري.

نوموړي دغه څرګندونې نن سه‌شنبه، لړم شپږمه، خوست کې د تخنيکي انسټيټيوټ د فارغانو په يوه غونډه کې کړې دي. هغه دغه‌راز وويل اوسنی نظام نه له ګاونډيو او نه هم له نورو هېوادونو سره هېڅ ډول جګړه او ستونزې نه‌غواړي.

هغه زياته کړه چې اوس هم ځينې کړۍ هڅه کوي چې پر افغانانو یوځل بیا جګړه تحميل کړي، خو نوموړی خبرداری ورکوي، که بياهم د چا په اشاره ورباندې جنګ تحميل شي، هېواد څخه دفاع ته چمتو دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال وویل چې هېڅ‌کله به هم خپله خاوره ونه پلوري. «د اسلامي امارت له مشر څخه تر کشر پورې دا پاليسي ده چې د چا په کار کې کار نه‌لري، د چا په داخلي چارو کې مداخله نه کوي او خپله خاوره د هيچا پر ضد نه‌کاروي. نه چا سره جنګ او مشکلات غواړي نه له ګاونډيو سره او نه له نورو هيوادونو سره.»

محمدنبي عمري همداشان په ياده غونډه کې د ټولو هغو کسانو مننه وکړه چې تېرو څو ورځو مخکې جګړه کې د خپل وطن او نظام په ننګه ودريدل. هغه زياته کړه چې وطن څخه دفاع د ټولو ګډ مسوليت دی او په ګډه به يې ترسره کوي.

نوموړي زیاته کړه چې په ټول توان به د تخنيکي زده‌کړو له انيسټيټيوټ سره هرراز همکاري وکړي. نن ورځ له ياد انسټيوټوت څخه شاوخوا ۱۳۰۰ کسان له زده‌کړو فارغ شول.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام