د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست نورالله نوري لوګر ته د یوه سفر په ترڅ کې یوې ولسي غونډې ته وویل، د ا.ا له واک رسېدو راهیسې هېواد کې د قومونو او کورنیو ترمنځ ۴۰۰ لویې او وړې دښمنۍ او شخړې هوارې شوي دي.

نوري زیاته کړه، سرحدونو، قومونو او قبایلوچارو وزارت د خلکو ترمنځ د اوسنیو او پخوانیو دښمنیو د هواري په موخه کمېټه ټاکلې او هڅه کوي چې د ولسونو او قومونو ترمنځ روغه جوړه وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بل‌خوا د لوګر والي ضیالرحمن مدني وویل، ا.ا ټولې ادارې د ولسونو پرمخ پرانیستې دي او د هرې ادارې مشر مسوولیت لري چې د ولسونو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

جوړې شوې ولسي غونډې ته د لوګر قومي مشرانو مولوي عبدالرحمن او محمدسالم نعیم‌زوی وویل، لوګر اوسېدونکي د پوهنې، کرنې، روغتیا او بیارغاونې برخه کې له پراخو ستونزو سره مخ دي او ا.ا ته په‌کار ده چې د دغه ولایت اوسیدونکو اساسي ستونزو ته رسیده ګي وکړي.

یادو قومي مشرانو زیاته کړه، لوګر کې د تېرو جګړو له امله ولسي خلک سخت ځپل شوي او د حکومت سربیره نړیوالو بنسټونو ته پکار ده چې دغه ولایت اوسېدونکو غوښتونو ته رسېدنه وکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

لوګر کې د ولسونو او قومونو ستونزو اورېدو لپاره ولسي غونډه داسې مهال جوړه شوې وه چې همدا تېره ورځ د محلي چارواکو او قومي مشرانو په منځ‌ګړیتوب په خوښۍ ولسوالي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۲۵کلنه دښمني پای ته ورسېده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام