وروسته له هغې چې له پاکستانه په جبري توګه یو شمېر را اېستل شویو کورنیو سلام‌وطندار سره خبرو کې له اسلامي امارته د سرپناه برابرولو او نورو برخو کې د مرستې غوښتنه وکړه، د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، د راستنېدونکو کډوالو د اړتیاوو ارزولو لپاره تورخم ته پلاوی استوي.

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت پر اېکسپاڼه ویلي چې د افغان کډوالو د نوې جوپې پیل ته د چمتووالي او اسانتیاوو برابرولو په موخه د دغه وزارت د سرپرست مولوي عبدالکبیر په مشرۍ ناسته شوې.

دغه ناسته کې په كور دننه له پاکستانه د افغان کډوالو د نوې لړۍ د ښه مدیریت، اسانتیاوو چمتو کولو، د ستونزو حل او له اړوندو نړیوالو او حکومتي بنسټونو او ادارو سره پر همغږۍ خبرې او پریکړې شوي.

مولوي عبدالکبیر د کډوالو د نوې جوپې لپاره د چمتو شوي پلان په اغېزمن ډول د پلي کېدو یادونه کړې او ویلي، د کډوالو د ثبت پروسې کړندي کولو په موخه دې د اړتیا وړ توکي، وسایل او مسلکي کسان پولو ته ولیږل شي او د اړتیا په صورت کې دې مسلکي او وړ کسان د کډوالو د ښه خدمت او مدیریت په موخه وګمارل شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دغه غونډه کې پرېکړه شوې چې د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت یو پلاوی دې تورخم پولې ته ولیږل شي، څو د کډوالو اړتیاوې وارزوي او د ستونزو د حل په موخه له اړوندو ادارو سره په ګډه کار وکړي.

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست زیاته کړې چې د اسلامي امارت د مشر له فرمان سره سم دې، د کډوالو د ستونزو د حل په موخه د امارتي ادارو همکارۍ او مرستې راجلب او د همغږۍ لپاره دې د کډوالو له عالي کمېسیون او د هغه له کمیټو سره ناستې دوامداره شي.

د افغان کډوالو د نوې جوپې پیل ته د چمتووالي او اسانتیاوو برابرولو غونډې ګډون‌کوونکو ټینګار کړی چې له نړیوالو اړوندو بنسټونو سره به د کډوالو ستونزو ته د رسیدنې او د مرستو کچې لوړلو لپاره ناستې ترسره کړي.

له پاکستانه د کډوالو اېستلو لپاره د تېرې مارچ میاشتې تر ۳۱مې د ورکړل شوي مهلت له پوره کېدو وروسته، پاکستاني چارواکو د اختر په څلورمه د افغان کډوالو جبري ستنولو لړۍ پیل کړه.

د ننګرهار د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو رئیس بازمحمد عبدالرحمن تېره ورځ سلام‌وطندار ته وویل، د اختر له ۴مې ورځې را په‌دې خوا، تېرو پنځو ورځو کې شاوخوا ۶۷۵ کورنۍ په جبري ډول د تورخم له لارې را اېستل شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام