پر ټولنیزو رسنیو ایران کې د دغه هېواد د پولیسو له لوري افغان کډوالو سره د ناسم چلند اړوند تصویرونو او ویډیوګانو له خپرېدو سره هممهاله د کډوالو چارو وزارت له تهران غوښتنه کړې چې د افغانانو له ځورونې او د دوی پروړاندې له تاوتریخوالي لاس واخلي.
د یاد وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي چې د یاد وضعیت دوام به د دواړو لوریو ترمنځ د کرکې د رامنځته کېدو لامل شي.
هغه وویل: «موږ له ایران غواړو چې د افغانانو پروړاندې له دې ډول چلند لاس واخلي او پرې نهږدي چې په ورته چلند سره د دواړو لوریو ترمنځ کرکه پیدا شي.»
د حقاني په وینا، سرپرست حکومت بېرته راستنېدونکو ته د ښارګوټو، یاد وزارت سره د ګډو کمېټو جوړولو سربېره، کارموندنه، روغتیايي او ښوونیز پروګرام او نورې اسانتیاوې په پام کې نیولي دي.
یوشمېر بېرته راستنېدونکي هم د ایراني پولیسو له چلند شکایت لري او په وینا یې، د افغانانو پر وړاندې دې ناوړه چلند ودرول شي.
فوزیه چې تازه له ایران څخه راستنه شوې وايي: «دوی ټول ماشومان له کور څخه بوتلل. موږ حتی خپل پاسپورټونه ورته وښودل. دوی وویل چې تاسو نور ایران کې د پاتېکېدو حق نلرئ. د کمپ دننه، به دوی زموږ د خبرو هېڅ غوږ نهنیوح. یوه ډوډۍ درکوي او وايي چې په ۵ یا ۶ کسانو یې، وخورئ. دوی ډېر وځورولو.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یوه بل راستنېدونکي سراجالدین هم وویل: «موږ له ډېرو ستونزو سره مخ شو؛ ایران کې د کور مالک زموږ پیسې رانکړې؛ حتی کمپ کې، زموږ دوه یا درې ښځې د پولیسو افسر ته لاړې او ویې ویل، موټر راکړئ چې زموږ ماشومان ناروغه دي، بیا ایراني افسر پر ما ټوپک راوویست او په ما یې چیغه وکړه او وې ویل چې ډز در باندې کوم، هغه بد الفاظ وکارول.»
د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنري وايي چې د روان میلادي کال تر پایه ټاکل شوې چې نږدې درې میلیونه افغانان بېرته هېواد ته راستانه شي.
افغانستان کې د یاد بنسټ مشر عرفات جمال وايي چې افغانستان د ډېرو راستنېدونکو منلو لپاره اماده نهدی او په وینا یې، کافي سرچینې په لاس کې نهلري.
هغه وویل: «د یادو راستنېدونکو ډېرېدو سرحدي ولایتونو باندې ډېر فشار راوړی چې افغانستان د یادو افغانانو د جذب لپاره اماده نهدی؛ دا وضعیت به د تنګسیې، ناامنۍ، او افغانستان کې بشري اړتیاوې لاپسې زیاتې کړي.»
د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنري وايي چې ۲۰۲۴کال پرمهال د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو څه باندې ۱.۶ میلیونه کسان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.


