د ټولګټو چارو وزارت سرپرست ملامحمد عیسی ثاني لوګر ته د یوه سفر په ترڅ کې د لوګر-میدانوردګ سړک د لومړیو چارو له پيل څخه لیدنه وکړه.
نوموړي د لوګر سیمهییز چارواکو او اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې دغه سړک به په معیاري توګه جوړ شي.
ثاني له اړوند قراردادي شرکت څخه وغوښتل چې د لوګر-میدانوردګ سړک په اساسي توګه جوړ کړي او د ټولګټو وزارت څار ډله به یې وخت په وخت د یاد سړک د جوړېدو چارې ارزیابي کړي.
بلخوا د لوګر والي مرستیال مولوي محمددانور دین پرور وویل، د لوګر اوسېدونکي هم له ټولګټو وزارت څخه غواړي چې دغه سړک په معیاري ډول جوړ شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل، اوس د لوګر د ازرې او خروار ولسوالیو ته غځېدلې سړکونه په بد وضعیت کې دي او اړتیا ده چې د ټولګټو وزارت ورته پاملرنه وکړي.
باید وویل شي چې د لوګر –میدانوردګ سړک ۳۱ کېلومټره اوږدوالی لري چې په دوه فازه کې د ټولګټو وزارت له لوري په پاخه او اساسي ډول جوړېږي.