د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وايي چې دې وروستیو درېوو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه په څرګند ډول راکمه شوې ده.
د یاد وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وایي چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې له پاکستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه د تېرکال په پرتله ۴۰ سلنه راکمه شوې ده.
هغه وویل: «د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو له تړل کېدو وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري د پام وړ کموالی موندلی. د تېرو دوو کلونو شمېرې ښيي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه تر ۴۰ سلنې پورې راټیټه شوې. د شمېرو مخې، دواړو هېوادونو په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۲ اعشاریه ۴۶۱ میلیارد امریکایي ډالر سوداګري لرله، خو دا شمېر په ۲۰۲۵ کال کې یو اعشاریه ۷۶۶ میلیارد امریکایي ډالرو ته راکښته شوی.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند زیاتوي چې په ۲۰۲۴کال کې له پاکستان څخه د افغانستان واردات یو میلیارد او ۶۴۴ میلیون امریکایي ډالر وو، خو په ۲۰۲۵ کال کې دغه کچه یو میلیارد او ۲۶۱ میلیونه ډالرو ته راکمه شوې.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل: «په ۲۰۲۴ کال کې پاکستان ته د افغانستان صادرات شاوخوا ۸۱۷ میلیون ډالر وو، خو په ۲۰۲۵ کال کې ۵۰۵ میلیون ډالرو ته راټیټ شوي. همداراز، له پاکستان څخه افغانستان ته واردات چې په ۲۰۲۴ کال کې د یو میلیارد او ۶۴۴ میلیون ډالرو په ارزښت وو، په ۲۰۲۵ کال کې ټولټال یو میلیارد او ۲۶۱ میلیون ډالرو ته کم شوي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۴کال په پرتله په ۲۰۲۵کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۶۹۵ میلیونه امریکایي ډالر ته راکمه شوې ده.
د تېرکال په وروستیو میاشتو کې د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له نښتو وروسته، د افغانستان او پاکستان ترمنځ ځمکنۍ پولې د هر ډول سوداګرۍ پر مخ وتړل شوې چې له امله یې د دواړو لورو ترمنځ سوداګري په څرګند ډول راکمه شوه.


