د پوهنې وزارت مسوولانو نن چهارشنبه، کب اتمه د سواد زدهکړې پرمختیا او ترویج په موخه ۲۴ وزارتونو او دولتي ادارو سره د همکارۍ هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
مسوولان وايي، دغه هوکړهلیکونه د سواد زدهکړې دورو پراختیا، د اسانتیاوو برابرولو او هغو کسانو ته د زدهکړو فرصتونو زیاتولو په موخه لاسیلک شوي چې له زدهکړو محروم پاتې وي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې مرستیال سخاءالله سعید وویل، د دغو هوکړو له وروستيکېدو سره به راتلونکو درېوو کلونو کې کسبګرو او د ملکي خدماتو د ۷ او ۸ بستونو یو میلیون نظامي او ملکي کارکوونکو ته په تدریجي ډول د سواد زدهکړې پروګرامونه جوړ شي.
هغه وویل: «د امارتي دولتي ادارو کې چې پوځي او ملکیان هڅه کوي، سواد زدهکړي او درېوو کلونو کې یو میلیون کسان به دې پروګرام کې زدهکړې ترلاسه کړي.»
د پوهنې وزارت مسوولان ټینګار کوي چې د هېواد لرې پرتو سیمو ته د ښوونیزو خدماتو رسول لړۍ به هم پراختیا پیدا کړي.
هغوی د زدهکړو ارزښت ته په اشارې وايي، د سواد او زدهکړو له لارې یو هېواد پرمختګ او پر ځان بسیا کیږي.
د پوهنې وزبارت د کیفیت د تضمین مرستیال عبدالخالق صادق د ۲۴ وزارتونو او دولتي ادارو له مسوولانو وغوښتل چې دغه هوکړهلیکونه عملي کړي. «موږ له حکومتي ادارو څخه غوښتنه کوو چې دا هوکړهلیکونه پلې کړي او دا د خلکو لپاره یوه خواخوږي ده چې د سواد زدهکړې سره به په دولتي ادارو کې مثبت بدلونونه راشي او د خلکو لپاره به اسانتیاوې رامنځته شي.»
د وزارتونو یوشمېر مسوولان هم د دغو هوکړو پر عملي کولو ټینګار کوي. د دفاع وزارت عقیدتي رییس سیداغا مقبول وویل: «د دفاع وزارت کې ۳۰۰۰۰ کسان د سواد زدهکړې لپاره وړ دي، خو ظرفیت یې صفر دی او موږ د پوهنې وزارت سره یو تړون لرو، څو دوی وکولای شي، له دې پروګرام څخه ګټه پورته کړي.»
د کور او ښار جوړونې وزارت مرستیال مدارعلي کریمي هم ټینګار وکړ چې افغانستان کې د پوهنې برخه باید له سیاست څځه لرې وساتل شي. «د هر هېواد پرمختګ په تعلیم پورې اړه لري او تعلیم باید له سیاست او سیاسي تړاوونو څخه لرې وساتل شي او دیني تعلیمات باید د ښوونځي په نصاب کې په پام کې ونیول شي.»
د پوهنې وزارت د شمېرو له مخې، تېرو دریو کلونو کې د افغانستان په سطحه ۴۵۰ زره کسان د سواد زدهکړې له پروګرامونو برخمن شوي دي.


