د نړۍوالې پراختیا مرکز په نوم یوې فکري خونې په خپله وروستۍ سروې کې ویلي چې افغانستان یو له هغو اتو هېوادونو دی چې د امریکا مرستو ته تر ټولو زیات اړتیا لري.
د یادې خونې د سروې لهمخې، جنوبي سوډان، سومالیا، کانګو، افغانستان، یوګانډا او ایتوپیا د هغو هېوادونو په ډله کې دي چې د امریکا پر مرستو تر ډېره تکیه دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه بنسټ له مرستندویه هېوادونو غوښتي چې د امریکا د مرستو پروګرام د احتمالي دایمي بندېدو لپاره پلان ولري او افغانستان، سوډان او سومالیا ته دې زیاته پاملرنه وکړي.
دې سره د افغانستان د اقتصاد وزارت مسوولان وايي، له افغانستان سره د امریکا د بشري مرستو ځنډېدو د هېواد پر اقتصادي وضعیت اغېز نهدی کړی؛ خو په وینا یې، د ځینو مرستندویه بنسټونو فعالیتونه اغېزمن شوي.
د دغه وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب سلام وطندار ته وویل، دامهال د افغانستان د اقتصادي وضعیت ثبات، پر کورنیو عایداتي سرچینو او ظرفیتونو پورې تړلی دی.
هغه وویل: « د امریکا د بهرنیو مرستو ځنډول په افغانستان کې د یوشمېر نړیوالو مرستندویه سازمانونو فعالیتونه د مالي سرچینو له کمښت سره مخ کړي دي. اوس د خپلو اقتصادي ظرفیتونو ودې لپاره موږ کورنیو سرچینو او ظرفیتونو پورې تړلي یوو. د مرستو ځنډول په اوسني اقتصادي وضعیت اغېز نهده کړې، خو د یوشمېر مرستندویه ادارو فعالیتونو ته یې زیان رسولی دی.»
په همدې حال کې د اقتصادي چارو یوشمېر کارپوهان وايي، که له افغانستان سره د امریکا د بشري مرستو د ځنډېدو لړۍ دوام وکړي، نو سرپرست حکومت باید پر اوږدمهاله حل لارو کار وکړي.
د چاروکارپوه ظهور مدبر وویل: « که دا ځنډ دوام ومومي پداسې حال کې چې د افغانانو شتمني هم کنګل شوې او احتمال لري چې دا دوام ومومي، اړتیا ده چې امارات په اوږدمهاله حل لارو کار وکړي؛ پر زېربناوو کار وکړي، خصوصي سکټور ودې کار وکړي ړ پانګونې جذب لپاره؛ ځکه موږ طبیعي او بشري سرچینې لرو.»
نصیر رشتیا هم وویل: «د مرستو ځنډېدو دوام په صورت کې دوه حل لارې دي؛ لومړی د پانګونې جذب باید ولري، سیاسي ستونزې له نړۍ سره حل کړي، څو مرستې جلب شي او پر کورنیو تولیدات کار وشي.»
د نړۍوالې پراختیا مرکز په نوم نړۍوالې فکري خونې زیاته کړې چې له افغانستان سره د امریکا د مرستو د احتمالي بندېدو او یا هم ځنډېدو په صورت کې، اروپايي ټولنه او جرمني کولی شي افغانستان کې خپلو بشري فعالیتونو ته دوام ورکړي.
نږدې دوه اوونۍ وړاندې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان په ګډون له نورو هېوادونو سره د دغه هېواد بهرنۍ مرستې د درېيو مياشتو لپاره وځنډولې.