Asset 1SWN

دفاع وزارت سرحدونو کې د سرغړونکو پر ضد په اقداماتو ټینګار کړی

دفاع وزارت

د امنیتي او تصفیوي چارو مرکزي کمېسيون نوبتي غونډه د دفاع وزارت سرپرست او د دغه کمېسيون مسوول محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ ترسره شوه.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت تېره ورځ (چهارشنبه، جوزا ۷مه) ویلي چې یاده غونډه کې د هېواد امنیتي وضعیت و ارزول شو او ګډونوالو د هېواد اوسنی امنیتي وضعیت د ډاډ وړ وباله.

همداراز، غونډه کې د هېواد له رسمي پولو او فرضي کرښو سره تړلې موضوعات هم تر غور لاندې نیول شوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د غونډې ګډونوالو د سرحدي سيمو د لا ښه کنټرول، د سرغړوونکو پر ضد د قوي اقداماتو او د سرحدي همغږۍ د پیاوړتیا لپاره په اړینو اقداماتو ټینګار وکړ.

د یادونې ده چې تېر یوه کال کې د پاکستان او اسلامي امارت ځواکونو څو ځله ډیورنډ فرضي کرښه کې نښتې کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام