د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، د لښکرګاه ښار درېيمې حوزې «بولان» سيمه کې د ملکي وګړيو پر فيلډر ډوله موټر د سړک غاړې خښ شوي ماين چاودنه کړې چې ۷ ملکيان په کې وژل شوي.
د نوموړي په وينا، په وژل شويو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د هلمند د والي وياند دغه ډول ماينونه چې عامو لارو کې ځای پر ځای کېږي او ملکي وګړيو څخه قرباني اخلي د طالبانو کار بولي.
خو وسلهوالو طالبانو تراوسه دې برخه کې رسنيو ته څه نه دي ويلي.