د ننګرهار د سوداکرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي او له پاکستاني سوداګرو سره د جرګې غړی، عزیزالرحمن عرب وایي چې د افغان او پاکستاني سوداګرو ترمنځ کېدونکې ناسته د نامعلومو لاملونو له امله ځنډېدلې ده.

د نوموړي په وینا، ټاکل شوې وه چې نن له غرمې وروسته د پاکستان د سوداګرۍ خونې له غړیو او قومي مشرانو سره د تورخم دروازې د پرانېستل‌کېدو په اړه ناسته وشي، خو د نامعلومو دلایلو له امله د پاکستاني سوداګرو له لوري ځنډېدلې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی وایي، «د تېر په څېر مو نن یوه نیمه بجه وعده وه چې په تورخم کې د پښتونخوا اطاق تجارت او افغانستان اطاق تجارت  د غړو او قومي مشرانو تر منځ د تورخم دیخوا افغانستان طرف ناسته وکړو اما د پښتونخوا د اطاق تجارت د غړو لخوا له مونږ سره رابطه وشوه وویل شول چې یاده غونډه یو دوه ورځو لپاره وځنډیده.»

عرب زیاته کړه چې هڅه یې، وکړه، یاده ناسته جوړه کړي، څو د دواړو لورو سوداګرو مالونه چې د تورخم دواړو خواووته ولاړ دي، انتقال ومومي، ځکه په وینا یې، سوداګرو ته درانه زیانونه اوړي.

سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

درې ورځې وړاندې هم د افغان او پاکستاني سوداګرو او قومي مشرانو ترمنځ د تورخم دروازې د پرانیستلو په موخه ناسته کړې وه چې بې پایلې پای ته رسېدلې وه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام