یوشمېر مېرمنو سلاموطندار سره خبرو کې ویلي چې د مالکیت حق په تړاو یې، پوهاوی کم دی او په وینا یې، ټولنه کې نرواکي او شته ناسم دودونه، دوی د مالکیت له حق څخه محرومې کړې دي.
دوی ټينګار کوي چې نارینهوو ته د مېرمنو تړاو او د مېرمنو د حقونو په اړه د معلوماتو نشتوالي، د مالکیت حق پر اخیستلو اغېز کړی دی.
سره له دې چې ځینې ښځې وایي، د خپل مالکیت د حق د عمليکولو لپاره یې کوم اقدام نهدی کړی، خو تجربه ښيي چې په ډېرو کورنیو کې ښځو ته د مالکیت او نورو فعالیتونو لپاره هېڅ حق نهورکول کېږي. د هغوی په نظر، په ټولنه کې حاکم دودونه، د کورنۍ فشارونه او نرواک لیدلوري د ښځو د حقونو د ترلاسه کولو پر وړاندې لوی خنډونه دي.
۲۶ کلنه فرخنده او کریمه چې ۳۰ کلنه ده او د بلخ اوسېدونکې دي، «سلام وطندار» ته وایي، د ښځو د مالکیت په اړه معلومات یې محدود دي، خو افراطي تګلارې او نرواکي فرهنګ ښځو ته د دې حق د ترلاسه کولو اجازه نه ورکوي.
فرخنده زیاتوي: «زه د هغه مالکیت په اړه چې قانون او شریعت یې موږ ته ټاکلی، لږ پوهېږم. ډېر لږ وخت کېږي چې دا موضوع تشریح شوې وي، یا د میراث په اړه چې په ډېرو لږو مواردو کې شاید څه ترلاسه کړي، هغه هم د ګڼو ستونزو سره. د دې حق نه ترلاسه کولو اصلي عوامل ناآګاهي، جنسي تبعیض او بېسوادي دي.»
کریمه وایي: «زه د خپل شرعي حق په اړه معلومات لرم. که څه هم لور د زوی نیمایي برخه میراث اخلي، خو مالکیت لري. ښځې په ځانګړې توګه د مالکیت له حقه محرومې وې. ډېرې پېښې شوې چې ښځې د خپل شخصي لګښت سره موټر یا کور اخلي، خو سند یې د یو نارینه په نوم ثبت کېږي چې دا خپله د مالکیت حق نقض دی. یوازینۍ خنډ چې د ښځو د مالکیت پر وړاندې شته، افراطي مردسالارنه ټولنه ده.»
۴۵کلنه سمین او ۳۸کلنه زحل د هرات اوسېدونکې دي. دوی وایي چې تراوسه یې د مالکیت د حق غوښتنې ته اړتیا نهده درلوده، نو کوم اقدام یې نه دی کړی، خو په وینا یې، له بدهمرغه ځینې کورنۍ د دې حق د ورکولو لپاره رضا نهدي.
نوموړې وویل: «ښځې حق لري، خو زموږ منځ کې دا خبره نه کېږي چې میراث ترلاسه کړو. میراث د ښځو لپاره هم ټاکل شوی دی، موږ ته اړتیا نشته چې دا واخلو. ځینې کورنۍ دا حق په رضایت ورکوي او ځینې یې له جنجاله ډک وي. ډېرې ښځې مو لیدلي چې د خپلو پلارونو له وفات وروسته د میراث ادعا کوي، خو د ورکوونکو له لوري نه ورکړل کېږي.»
زحل وویل: « اسلام دین او د افغانستان مدني قوانین د پلار لهخوا د اولادونو او د ښځو د حق الارث په نوم دا حق په رسمیت پېژني. تراوسه ما د پلار یا خاوند لهخوا د میراث لپاره اقدام نهدی کړی، ځکه افغانستان یوه سنتي او تړلې ټولنه ده، لږ نارینه حاضر دي چې د خپلې خور یا مور حق ورکړي.»
بلخوا فاطمه ۲۸ کلنه ده او۳۰ کلنه مریم دواړه، د غزني اوسېدونکې دی. دوی وایي چې په ټولنه کې ښځو ته د مالکیت او نورو حقونو لاسرسی ډېر محدود دی او زیاتره د پلار شتمنۍ د زامنو په نوم ثبت کېږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
فاطمې وویل: «یوازې یوه کوچنۍ سلنه میراث ښځو ته رسیږي او پاتې شتمني د زامنو په نوم کېږي. مهم خنډونه عبارت دي له نرواکي، دودونه چې د ښځو د مالکیت حق نادیده نیسي، د ټولنیزو او کورنیو فشارونو له امله چې مالکیت نارینهوو ته ورکول کېږي او د قانون د عملي کولو کمزوری ملاتړ.»
مریم وویل: «ښځې په ټولنه کې ډېر محدود لاسرسی لري. هر څه چې ترلاسه کېږي، د پلار یا ورور په نوم ثبت کېږي. ویل کېږي مالکیت د پلار لهخوا دی او د ښځو په نوم نه ثبت کېږي. له پخوا داسې رواج و چې لور او زوی دواړه د مالکیت حق لري، خو په افغانستان کې مالکیت یوازې نارینهوو ته ورکول کېږي.»
زینب، ۲۵ کلنه د غزني، او رخسار، ۲۴ کلنه د بلخ اوسېدونکې، وایي چې په قانون او فقه کې د ښځو لپاره د مالکیت حق ټاکل شوی، خو په ډېرو کم مواردو کې ښځې دې حق ته رسیږي.
زینب وویل: «اسلام ښځو او نارینهوو ته د مالکیت مساوي حق ورکړی دی. ښځې حق لري چې شتمني ولري. البته ډېرې ښځې د دې حقونو په اړه د کافي روزنې نشتوالي له امله بشپړ پوهاوی نهلري. په ډېرو مواردو کې د مالکیت په اړه پرېکړه د کورنۍ نارینه کوي. یوازې په محدودو مواردو کې وتوانېدم چې د خپل مالکیت حق ترلاسه کړم. لومړنی خنډ د ټولنیزو دودونو او عنعناتو شتون دی چې ډېره شتمني د نارینهوو په واک کې ساتي.»
رخسار وویل: «شریعت اسلامي په ټولو مواردو کې د ښځو لپاره د مالکیت حق ټاکلی دی، لکه د شتمنۍ، ملک او ځمکې مالکیت. خو ځینې خنډونه شته چې ښځې یې نه شي ترلاسه کولای. د اوسني ټولنیز وضعیت له مخې، ښځې ډېر لږ د خپل مالکیت حق ترلاسه کولای شي. په دې کې د افغانستان دودونه او فرهنګ هم شامل دي چې ډېر وخت مالکیت ښځو ته نه ورکول کېږي.»
مرضیه چې تجربه یې یو څه متفاوت ده، وایي، د هغې کورنۍ د ښځو د مالکیت حق رعایت کړی او هغې ته یې اجازه ورکړې چې خپل حق ترلاسه کړي.
مرضیه وایي: «زما کورنۍ یوه پوهه کورنۍ ده. د خپل مالکیت حق مې، حتی وروسته له واده، له خپل پلار څخه ترلاسه کړی دی. زه خپله دنده لرم او خپل معاش، خپل اختیار مې دی. ځینې کورنۍ بیا د لور حق هیڅ هم په پام کې نه نیسي.»

له دې سره حقوقپوه، منصور نظامپور وایي چې سره له دې چې په اسلام او حنفي فقهي مکتب کې د ښځو د مالکیت حق ته ټینګار شوی، په عمل کې د دې حق ترلاسه کولو پر وړاندې ښځې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
هغه وویل: «افغانستان کې د ښځو د مالکیت په اړه متاسفانه ډېرې ستونزې شته. د عرف، عنعناتو او د ښځو د حقوقو د ناپوهۍ له امله، دا حق اکثره ښځو ته نه ورکول کېږي. همدارنګه، د عدلي او قضایي ارګانونو له لوري هم جدي پاملرنه نه کېږي او په دې برخه کې هیڅ بنسټیز کار نهدی شوی. نارینه او ښځه په خپل مالکیت کې هېڅ توپیر نهلري او باید دا حقونه په بشپړه توګه رعایت شي.»
د ښځو د حقوقو فعاله حمیرا فرهنګ، وایي چې د اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کې د ښځو اساسي حقونه، په ځانګړې توګه د مالکیت حق، له هغوی اخیستل شوي دي.
حمیرا فرهنګ وایي: «متاسفانه د افغانستان ښځې له تاریخي پیل راهیسې تر نن ورځې پورې خپلو حقونو ته بشپړ لاسرسی نهلري. یو له هغو تاوتریخوالو څخه چې د ښځو پر وړاندې کېږي، د مالکیت حق ته د لاسرسي محدودول دي. که څه هم دا حق د ښځو قانوني، شرعي او اسلامي حق دی او په قرآن کې هم د میراث او مهر حق په اړه ویل شوي، خو اکثره وختونه د فامیلونو لهخوا نقض کېږي.»
په همدې حال کې، مولوي قطبالدین مجتهد، د دیني مسائلو کارپوه، څرګندوي چې په اسلامي ښوونو او فقهي اصولو کې د ښځو او نارینهوو ترمنځ د مالکیت په برخه کې هېڅ توپیر نشته.
هغه وویل: «د ښځو مالکیت په اسلام کې په بشپړ، خپلواک او محترم ډول په رسمیت پېژندل شوی دی. ښځه د نارینه په څېر خپلواکه مالکیت لري، کولای شي، شتمني ترلاسه کړي، وساتي، وپلوري، وبخښي، ارث واخلي، وقف او وصیت وکړي، بې له دې چې د پلار یا خاوند اجازې ته اړتیا ولري. ښځه په فقه اسلامي کې د شتمنۍ مالکیت لري، مهریه ترلاسه کولی شي، په شرعي اصولو سمې معاملې کولی شي، ارث واخلي او وقف او وصیت وکړي.»
د یادونې وړ ده چې د ښځو مالکیت په افغانستان کې یوازې یوه شخصي یا کورنۍ مسأله نه ده، بلکې دا د هغوی اقتصادي خپلواکۍ، ټولنیز دریځ او ټولنه کې د فعال ګډون توان سره مستقیم تړاو لري؛ هغه حق چې په اسلامي فقه او د افغانستان مدني قوانینو کې هم پرې ټینګار شوی دی.


