د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د اسراییلو له سفر وروسته ویلي چې هېواد یې د غزې د هوکړې بشپړ تطبیق او د اسراییلو د امنیت تضمین ته ژمن دی.
هغه ټینګار وکړ چې د غزې بیارغونه د یوې نړیوالې ثباتبښونکې قوا د استقرار سره تړلې ده چې باید د ملګروملتونو د رسمي ماموریت پر بنسټ جوړه شي.
روبیو د اسرائیل په سوېل کې د «نظامي او غیرنظامي همغږۍ مرکز» له لیدنې وروسته غزې ته د بشري مرستو د رسېدو ډاډ ورکړ او وې ویل چې هدف یې د غزې بشپړه بیارغونه ده. هغه غوښتنه وکړه چې په دې سیمه کې نړیواله قوه ژر تر ژره جوړه او د امنیت شورا له اجازې سره فعالیت وکړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همداراز وویل چې حماس باید خپل وسلې وسپاري او هر ډول مخالفت به د توافق سرغړونه وبلل شي.
هغه ټینګار وکړ چې حماس به په راتلونکي کې په غزه کې سیاسي رول ونهلري او واشنګټن د غزې د امنیت او د اسراییل د ساتنې لپاره ژمن دی.


