Asset 1SWN

ننګرهار کې ګڼ‌شمېر مېرمنې د لاسي صنایعو پر ګنډلو بوختې دي

images

د ننګرهار د مرکز جلال‌اباد ښار په څلورمه ناحیه کې د جميله شېرزاد په نوم شرکت کې لسګونه مېرمنې د لاسي صنایعو پر تولید بوختې دي. خیاطي، سیندي، خامک‌ګنډل او سلمه ګنډل هغه هنرونه دي چې دغه مېرمنې په‌کې کار کوي.

د دغه شرکت مسووله جمیله شېرزاد وايي، له ۲۰۱۴ کال راهیسې یې د لاسي صنایعو دغه شرکت چې لسګونه مېرمنې په‌کې کار کوي او له همدې لارې خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ حلاله ډوډۍ برابروي، فعال کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

شېرزاد که څه هم خوشحاله ده چې ډېرو مېرمنو ته یې د کار اسانتیاوې برابرې کړي، خو ګیله یې دا ده چې تر اوسه یې مسوولو ادارو او مرستندویه بنسټونو هېڅ لاسنیوی نه‌دی کړی.

هغه زیاتوي: «د کډوالو چارو او نورو ریاستونو څخه مو هیله ده چې زموږ لپاره بازارموندنه وکړي، څو زموږ تولید بازار ته وړاندې شي. جواز لرو؛ د جواز مالیه هم ورکوو او چمتو یوو چې حکومت ته هم مالیه ورکړو؛ نورې مېرمنې هم له ځان سره پر کار بوختولای شوو.»

شېرزاد ټينګار کوي که د بازارموندنې اړوند اسانتیاوې ورته برابرې شي، کولای شي خپل کاروبار لا پراخ او ډېرې مېرمنې له ځان سره پر کار بوختې کړي.

رڼا چې ۲۲ کنه ده او په دغه شرکت کې کار کوي وايي، د پوهنتون د درېیم کال محصله وه او د انګلیسي او کمپیوټر زده‌کړې یې هم کولې، خو د پوهنتونونو د دروازو په تړل کېدو سره یې د وزګارتیا او زړه‌تنګون له امله د لاسي صنایعو زده‌کړې ته مخه کړې. هغه وايي، اوس د ښې خیاطۍ تر څنګ، سلمه ګنډل هم کولای شي.

رڼا له اړوندو حکومتي ادارو غوښتنه کوي چې د ښځینه‌وو د لاسي صنایعو د ملاتړ لپاره ورته د پرمختللیو ماشینونو اسانتیاوې برابرې کړي. هغه زیاتوي: «له هغه راهیسې مې چې پوهنتون وتړل شو، د زړه‌ تنګون او وزګارتیا له کبله مې سلمه ګنډلو ته مخه کړې ده. که په دې برخه کې بازارموندنه وشي او ښه مارکېټېنګ وشي؛ نو زموږ تولیدات به ډېر وپلورل شي او اقتصاد به مو ښه شي.»

د رڼا تر څنګ، زرغونه چې دوه‌کلن ماشوم هم ورسره دی، په دغه شرکت کې کار کوي. هغه وايي، ۳۲ کاله عمر لري او خاوند یې په یوه ټرافیکي پېښه کې مړ شوی او د کور سرپرستي دې ته ور پر غاړه ده.

نوموړې که څه هم خوشحاله ده چې کار کوي، خو په ننګرهار کې د مېرمنو لپاره د یوه ځانګړي بازار د جوړېدو غوښتنه کوي.

زرغونه زیاتوي: «درې کال کېږي چې جميله شېرزاد شرکت کې کار کوم. کونډه یم؛ له همدې لارې خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ حلاله نفقه پیدا کوم. له حکومته مې غوښتنه دا ده چې بازارموندنه دې وشي چې زموږ کارونه مخې ته ولاړ شي.»

په ننګرهار کې د ښځو د سوداګرۍ خونې مسووله مدینه همت وایي، په ننګرهار کې ۵۰۰ مېرمنې د لاسي صنایعو تر څنګ، په بېلابېلو برخو کې پر سوداګرۍ بوختې دي او دغو سوداګرو ګڼ‌شمېر نورو مېرمنو ته د کار اسانتیاوې هم برابرې کړې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هغه زیاتوي: «د ا.ا له‌خوا د ښځینه‌وو پر زده‌کړو او کار بندیز او له پاکستان څخه د کډوالو په راستنېدو سره د لاسي صنایعو کار ۳۰ زیات شوی او سلګونه مېرمنې په‌کې کار کوي.»

په ننګرهار کې د ښځو د سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې، اوس په ننګرهار کې سلګونه ثبت او ناثبت‌ شوې مېرمنې په بېلابېلو برخو کې پر صنعت او سوداګرۍ بوختې دي چې تولیدات یې د هېواد په دننه او بهر کې پېرودونکي او مصرفوونکي لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام