د لوګر محلي چارواکو او د ام‌سي‌سي چینایي شرکت مسوولانو د یوې غونډې په ترڅ کې وویل چې د عینکو مسو کان د استخراج پر وړاندې ټولې ستونزې هوارې شوې او ډير ژر به د یاد کان د مسو عملي استخراج پيل کړي.

د عینکو مسو کان کې په دې اړه جوړې شوې یوې غونډه کې د لوګر چارواکو په ګډون د چین سفارت استازو، ام‌سي‌سي شرکت مسوولانو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.

جوړې شوې غونډې ته د عینکو مسو کان استخراج  کوونکي ام‌سي‌سي شرکت رییس  وانګ‌جي‌چینګ وویل، د عینکو مسو کان د استخراج پر وړاندې ټولې ستونزې هوارې شوي او ډېر ژر به د یاد کان عملي استخراج پیل کړي.

هغه همدارنګه وویل، د یادې پروژې له پيل سره سم به ۱۵ زره وزګارو کسانو ته په مستقیم او غیرې مستقیم ډول د کارکولو زمینه برابره شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ام‌سي‌سي کمپنۍ رییس د اسلامي مارت له مسوولانو مننه وکړه چې د یادې ملي پروژې پر وړاندې یې شته ستونزو حل کې یې هر اړخیزه همکاري کړې ده.

بل‌خوا جوړې شوې ناسته ته د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دین‌پرور وول، افغانان له اوږدې مودې راهیسې د عینکو مسو کان د عملي استخراج لپاره شېبې شماري او له ام‌سي‌سي شرکت له مسؤولینو یې وغوښتل چې د شوي قرارداد له مخې به د عینکو مسو کان استخراج پيلوي.

نوموړي همدارنګه چینایانو ته ډاډ ورکړ چې د هرې ستونزې په وړانډې به د لوګر ولایتي اداره له ام سي سي چینايي کمپنۍ سره هر اړخیزه همکاري کوي.

د مس عینک قرارداد د ۲۰۰۸ کال د اپرېل په ۲۵مه له یوه چیني شرکت اېم‌سي‌سي سره د کانونو وزارت له خوا لاسلیک شو، خو تراوسه پورې د مس استخراج عملي چارې ندي پيل شوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام