د لوګر والي مولوي ضیاالرحمن مدني پلعلم کې د شهیدانو له سل بېوزله کورنیو سره د نغدي او غیرنغدي مرستو د وېش پرمهال وویل، اړتیا ده چې دولتي او نړیوال بنسټونه د دغه ولایت د شهیدانو له کورنیو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
مدني وویل، لوګر کې سلګونه د شهیدانو داسې بېوزله کورنۍ شتون لري چې له کمزوري اقتصادي وضعیت سره مخ دي او اړتیا ده چې د دوي لاسنیوی وشي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه همدارنګه زیاته کړه، اوس د دولتي او غیردولتي بنسټونو له لوري چې کومې مرستې روانې دي، بېوزله کورنیو ته بسنه نهکوي او باید دغه مرستې دوه برابره زیاتې او دوامداره شي.
بلخوا د لوګر اړې او بېوزله کورنۍ وایي چې د کورنیو او نړیوالو بنسټونو له لوري ورسره شوې مرستې د دوي لپاره بسنه نه کوي او اړتیا ده چې بېوزله کورنیو دوامداره لاسنیوی وشي.