د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دین پرورو پلعلم ښار کې د مخابراتي او انټرنټې خدماتو دوه نویو سایټونو پرانېست غونډې ته وویل، مخابراتي شبکې دې خپل خدمات د لوګر لروپرتو سیمو ته وغځوي.
دینپرور وویل، که څه هم د پخوا په پرتله مخابراتي او انټرنټې خدمات په دغه ولایت کې پياوړې شوي، خو لاهم اړتیا ده چې مخابراتي شبکې خپل فعالیتونه د لوګر لروپرتو ولسوالیو او کلیو ته وغځوي.
د هغه په خبره، مخابراتي او انټرنېټې خدمات د ولس لپاره اړتیا ده او مخابراتي شبکې دې د ولس دغه اړتیا بشپړه کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلخوا د لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست رییس مولوي مطیعالله عابد وویل، د تېرو څلورو کالونو په ترڅ کې د مرکز پل علم په ګډون په لرو پرتو ولسوالیو کې لسګونه د مخابراتي او انټرنټې خدماتو نوي سایټونه پرانېستل شوي او زرګونه کورنۍ له مخابراتي او انټرنټې خدماتو برخمنې شوې دي.
عابد وویل، د لوګر ډېری سیمې اوس مهال له مخابراتي او انټرنټې خدماتو برخمن دي او همدا نن ورځ (پنجشنبه) د اټوما مخابراتي شبکې دوه نوي سایټونه په مرکز پلعلم کې پرانېستل شول او د ۱۳ سایټونو انټرنېټ ۴جي ته لوړ شوی دی.


