سلاموطندار د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ۴۰ لوستو او نالوستو ځوانانو سره د مرکو پرمهال موندلې چې د سواد لرل، د دوی پر هیلهمندۍ، پلان او راتلونکې په اړه د دوی پر لیدلوري اغېز درلود.
په دې راپور کې چې ۲۰ لوستو او ۲۰ نالوستو ځوانانو سره خبرې شوي، موندل شوې چې لوستي ځوانان د نالوستو په پرتله خپله راتلونکې روښانه ګڼي او ځانګړي اهداف او پلانونه هم لري.
بلخوا نالوستي ځوانان خپله راتلونکې ګونګه او تیاره ویني او وايي چې د سواد نهدرلودو نه یوازې د دوی پلان جوړونه او پرېکړه نیونه محدوده کړې، بلکې ورځني ژوند کې د کاري، تولنیز او نورو برخو کې جدي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
په دې راپور کې لوستو ځوانانو تر بکلوریا، لېسانس او ماسټرۍ تر کچې زدهکړې کړې دي، خو نالوستي ځوانان حتا د لوستو او لیکلو توان هم نهلري.
هغه ځوانان چې له زدهکړو محروم پاتې شوي، بېلابېلې کیسې لري. ۲۱کلن محمود چې د فاریاب اوسېدونکی دی، خپل راتلونکی د بېسوادی له امله تیاره او نامعلوم بولي. هغه وايي، بېسوادي یې لامل شوې چې د ژوند لپاره هېڅ روښانه پلان ونهلري.
هغه وايي: «اتلونکی د یوه کندې او تیارو په شان وینم. هېڅ ډول پلان نه لرم. که سواد ولرو، د راتلونکي لپاره مبارزه کولی شو، خو ځکه چې کافي سواد نه لرو، هېڅ پلان نه لرم.»
زینب چې ۱۸کلنه ده او د غور اوسېدونکې ده، وايي د سواد نشتوالی ورته له دندې غوښتلو نیولې تر د ورځنیو ساده چارو ترسره کولو پورې ډېرې ستونزې جوړې کړي دي.
هغې وویل: «سواد نهلرل راته ډېرې ستونزې جوړې کړې دي. مثلاً په هېڅ دفتر کې کار نهشم کولی، د تلفون شمېره سم نهشم لوستلی، خپل نوم نهشم لیکلی، د ډاکټر نسخه نه شم لوستلی او کله چې بازار ته ولاړه شم، ښه رانیونه نه شم کولی. همدا لامل شوی چې ځینې خلک له ما ناوړه ګټه واخلي یا مې تاوان کړي.»
خو با سواده ځوانان، که څه هم له ستونزو سره مخ دي، لږترلږه د ژوند لپاره لوی انځور او روښانه موخې لري. دوی په ژوند کې د بریا لارې ډېرې ګڼي او د ښهوالي لپاره یې هڅه کوي.
۲۵کلنه صفیه حبیبي، د جوزجان اوسېدونکې ده او وايي چې سواد لرل یې سبب شوي چې نړۍ له بېلابېلو زاویو وویني او منطقي پرېکړې وکړي.
هغې زیاته کړه چې سواد د هغې د شخصیت د ودې او د دقیقو انتخابونو د توان په لور رهنمایي کړې: «تحصیل زما لید پراخ کړی، راته یې امکان راکړی چې موضوعات له بېلابېلو زاویو ووینم، منطقي پرېکړې وکړم او د انساني ارزښتونو پر اهمیت ډېر پوه شم. زدهکړې ماته مرسته کړې چې ځانباوري لوړه کړم او د ژوند مسیر په ډېرې پوهاوي سره وټاکم.»
۳۰کلن محمدعارف پاینده، د دایکندي اوسېدونکی دی. هغه وايي سواد یې د ژوند مسیر بدل کړی او ډېرې ځانګړې، په ځانګړي ډول د کار په برخه کې فرصتونه یې ورته برابر کړي دي.
هغه وايي: «سواد راته دا زمینه برابره کړې چې په یوه با اعتباره اداره کې کار وکړم، له بېلابېلو خلکو سره اړیکې ولرم او د کورنۍ او ټولنې په مهمو پرېکړو کې رول ولرم. همدارنګه د لیکلو، ژباړې او رسمي اسنادو د تحلیل توان لرم چې په کار کې ډېره مرسته راکوي.»
۲۵کلنه تفسیر برکي کابل کې سوداګري لري. هغه وايي چې د زدهکړو بېلابېلې برنامې تعقیبوي او موخه یې یوازې شخصي پرمختګ نهدی، بلکې د زدهکړې او سواد له لارې په ټولنه اغېز کول او ښځې او ځوانان پیاوړي کول دي.
هغې وویل: «د شخصي پرمختګ لپاره هره ورځ مطالعه او زدهکړه کوم. زما په برنامو کې نوې فعالیتونه شامل دي، د ژبې او ټکنالوجۍ نه نیولې تر د وخت مدیریت او وینا پورې. له ټولنیز نظره غواړم په پروژو کې برخه واخلم چې د نجونو او ځوانانو فکري او اقتصادي وده کې مرسته وکړي، څو یوه لا اگاهه او پیاوړې ټولنه ولرو.»
۲۶کلن عبدالهادي مدبر په پروان کې د یوه کتابتون مسوول دی. هغه باور لري چې سواد د فردي ودې او پلان جوړولو کې مهم رول لري.
هغه وویل: «د خلکو او کورنیو شخصي پلانونه دا دي چې هر څوک باید خپل منظم پروګرام ولري. زه د پروان د عامه کتابتونونو مسؤول یم او نورې برنامې هم لرم. اړتیا ده چې عاید ولرم او وکولای شم د ژوند دوران ښه وچلوم. سواد انسان ته ډېر فرصتونه برابروي، په ځانګړي ډول د نړیوالو ژبو زده کړه، تخنیکي مهارتونه او نورې مهمې اسانتیاوې چې د سواد له لارې ممکنې کېږي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلخوا، د پوهنې کارپوه، جمالالدین سلیماني، د کورنیو پر اساسي رول په ټینګار سره وايي چې د بېسوادي کمول له کوره پیلېږي. د هغه په باور، د سوادزدهکړې د معینیت هڅې کافي نهدي او اړتیا ده چې حکومت، کورنۍ او ځوانان په ګډه د سواد د ودې لپاره کار وکړي.
هغه وايي: «د بېسوادي د کمېدو لپاره څو لارې شته. که له کورنیو پیل وکړو، هغوی باید خپلو ماشومانو ته لږ تر لږه هره ورځ یوه یا دوه جملې ور وښيي او له زدهکړې سره مرسته وکړي. د دولت پروګرامونه او د ځوانانو شخصي پرېکړې هم مهمې دي، سره له دې چې ځوانان له ستونزو سره مخ دي. موږ په پوهنې وزارت کې د سواد زدهکړې معینیت لرو چې هڅې کوي، خو له بده مرغه، سره له دې کوښښونو هم د سواد او تعلیم اړتياوې په بشپړه توګه نه شي پوره کولی.»
په همدې حال کې، د پوهنتون استادان د ټولنیزو زدهکړو په پراختیا کې د پوهنتونونو پر مهم رول ټینګار کوي.
د پوهنتون استاد، شهزاد رین وايي: « پوهنتون کولای شي خپلو محصلینو ته دا وښيي چې د سواد ارزښت په خبرو، اړیکو او تعامل کې څنګه څرګندېږي. کله چې یو محصل له یوه کم سواده یا بېسواده کس سره اړیکه جوړوي، دا ډول خبرې اترې کولای شي هغوی د زدهکړې لوري ته وهڅوي. همدارنګه، پوهنتونونه د پلاوي درسونو او سیمینارونو له لارې هغو کسانو ته هم غیر مستقیم زدهکړې رسولای شي چې له پوهنتون سره اړیکه نه لري او هغوی د پوهې او زده کړې په لوري هڅوي.»
د کار او ټولنیزو چارو د وزارت ویاند، سمیعالله ابراهيمي وايي چې د اسلامي امارت تر واکمنۍ وروسته، د فني او حرفوي زدهکړو پروګرامونه هغو کسانو ته چې سواد نهلري، په ټولو ولایتونو کې پراخ شوي او اوس د ۴۰ عملي او نظري مهارتونو روزنه چې د بازار اړتیاوې پوره کوي، جریان لري.
هغه وايي: «د کار وزارت او د تولید په برخه کې د بازار د تحلیل پربنسټ هڅه کېږي چې هغه کسان چې تعلیم نهلري یا مهارتونه نهلري او له همدې امله په بازار کې دندې نه شي موندلی، د فني او حرفوي زدهکړو پروګرامونو څخه ګټه واخلي. خوشبختانه، د اسلامي امارت تر واکمنۍ وروسته دا پروګرامونه په ټولو ولایتونو کې فعال شوي دي، او ۴۰ بېلابېل مهارتونه چې په بازار کې ورته اړتیا او غوښتنه ده، په عملي او نظری ډول روزل کېږي. تمه کېږي هغه کسان چې له دې مهارتونو فارغالتحصیل کېږي، وکولای شي په بازار کې دنده پیدا کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې د ملګروملتونو د پوهنې، علمي او فرهنګي سازمان (یونېسکو) د ۱۴۰۲ کال د نړیوال سواد ورځ په مناسبت ویلي و چې په نړۍ کې ۷۶۳ میلیونه کسان له سواد بېبرخې دي او افغانستان هم د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د سواد زدهکړو پروګرامونه یې تراوسه د خلکو اړتیاوې په بشپړه توګه نهدي پوره کړي.


