په یوه کوچنۍ خونه کې چې دیوالونه یې د خطاطۍ په ښکلو تابلوګانو سمبال شوي، ناست دی.
نی یې په لاس کې دی او په ډېر دقت او زحمت سره هغه اثر جوړوي چې ټاکل شوې په څو ورځو کې هرات کې په یوه نندارتون کې نندارې ته وړاندې شي.
تاج محمد ايلسیور، اته کاله وړاندې خطاطۍ سره د خپلې علاقې له امله دغه هنر ته مخه کړه.
هغه وايي: «لومړی مې له استاد عبدالعزیز روفي څخه خطاطي زدهکړه او کله چې له فاریاب څخه هرات ته راغلم، له استاد عبدالحکیم کریمزاده څخه مې زدهکړه او اوس چې کار مې وروستي پړاو ته رسېدلی، استاد عبدالجلیل توانا سره خطاطي او د تابلو جوړونه په برخه کې کار کوم.»
ايلسیور چې په اصل کې د فاریاب اوسیدونکی دی او اوس خپلې ورځې او شپې هرات کې تېروي، هره ورځ د خپل ژوند درې ساعته د خطاطۍ هنر ته ځانګړی کوي.
هغه زیاتوي چې زیاتره اثار یې په نستعليق او ثلث قالبونو کې دي.
«د اثر پنځول کار پورې اړه لري. ځینې تابلوګانې له یوې تر پنځلسو ورځو پورې وخت نیسي؛ خو ځینې نور بیا ژر بشپړېږي؛ د دې ترڅنګ د تابلوګانو متن پورې هم تړاو لري؛ که تابلوګانې یوه کرښه وي، نو ورځ کې دوه یا درې تابلوګانې هم بشپړیږي.»
دغه هنرمند وايي چې هره مياشت نږدې ۱۵ اثار پنځوي او له همدې لارې د خپل ژوند اړتیاوې پوره کوي.
«پخوا مې د ژوند نږدې ۶۰ سلنه اړتیاوې له همدې لارې پوره کېدې؛ خو اوس د خلکو د پېرلو توان کم شوی، ورسره زموږ د اثارو خرڅلاو هم کم شوی او دا د ټولو هنرمندانو ستونزه ده.»
ايلسیور وايي، په تېرو څلورو کلونو کې یې په کابل، فاریاب او هرات کې نږدې ۲۰ کوچنیو او لویو نندارتونونو کې ګډون کړی او له همدې لارې هڅه کوي چې خپل هنر ته بازارموندنه او د خپلو اثارو لپاره د پیرودونکو شمېر زیات کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
«په راتلونکو څو ورځو کې به په هرات کې د ايلسیور لومړی ګام په نوم یو انفرادي ننداتون جوړ شي؛ دغه ننداتون کې به زما ۸۰ تابلوګانې نندارې ته وړاندې شي؛ دا به زما د کار او د پېریدونکو د راجلبولو لپاره یو ښه فرصت وي.»
خو ايلسیور د خپلو هنري اثارو د پلورلو لپاره د بازار نشتوالی تر ټولو لویه ستونزه بولي او زیاتوي چې له همدې امله ځینې وختونه د دغه هنر پرېښودو سوچ ورسره پیدا کیږي.
«افغانستان کې د خطاطانو د اثارو لپاره بازار نشته، دا ډېره لویه ستونزه ده؛ کله چې موږ خپل تابلوګانې ونه پلورو، مجبورېږو چې نورو کارونو ته مخه کړو، ځکه بايد د خپل ژوند ضرورتونه پوره کړو.»
د هغه په وینا، که چېرې د هنري اثارو د پلور لپاره مناسب بازار برابر شي، هیله لري چې خپل کار پراخ کړي او دغه هنر نورو ته هم ور زدهکړي.
«زما پریکړه داده چې په هر حالت کې خپل کار ته دوام ورکړم او د خطاطۍ هنر د پراختیا او نورو ته د وزدهکولو په برخه کې ونډه واخلم.»
ايلسیور د خطاطۍ ترڅنګ د نقاشۍ، ادبیاتو او لنډو کيسو په برخو کې هم فعاليت لري.
افغانستان کې خطاطي او د ښکلي خط هنر اوږده مخینه لري؛ خو د خطاطانو د اثارو لپاره د بازار نشتوالي او له دوی نهملاتړ هېواد کې د خطاطۍ د ودې مخه نیولې ده.


