یوشمېر کورنۍ چې څو میاشتې وړاندې له پاکستان او ایران څخه کندوز ته راستنې شوي، اوس له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د ژوند لومړني امکانات نه‌لري.

اسلام‌الدین چې شپږ میاشتې مخکې له پاکستان څخه راستون شوی، وايي چې د راستنېدو پرمهال يې هېڅ شی نه‌شو راوړلی. هغه د خپلې اته کسیزې کورنۍ په اړه وایي چې اوس تر خیمې لاندې ژوند کوي.

هغه وویل: «موږ خپله هیڅ نلرو، ماشومان مو هم د خوارۍ له امله کړاو لري. یوازې دا خیمه زموږ لپاره پاتې شوې، بل څه مو نه شته.»

د کندوز ښار په څنډو کې پاکستان څخه  په اجباري ډول راستنې شوې کورنۍ اوس داسې ځای کې ژوند کوي چې نه برښنا لري، نه پاکې اوبه، نه ښوونځي او نه هم د ژوند اړینې اسانتیاوې ورته برابرې شوې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


محمدنبي چې له ۴۰ کلونو ژوند وروسته له پاکستان څخه افغانستان ته راستون شوی، وایي چې د اوسېدو ځای، کار او لومړنیو خدماتو نشتوالي مجبوره کړي چې تر خیمو لاندې ژوند وکړي: «تېره ورځ واوره وشوه، زموږ خیمه د واورې او اوبو لاندې شوه، ځکه یوازې یو ترپال لرو. دا شرایط موږ د مجبورۍ له امله زغمو، هېڅکله مو داسې ژوند نه‌و کړی، ماشومان هم له دې سختیو سره مخ دي.»

احسان‌الله چې له ایران څخه راستون شوی، د خیمو لاندې ژوند سختوالی بیانوي او د اسلامي امارت څخه د عاجلو مرستو غوښتنه کوي: «موږ سره مرسته وکړئ، زموږ غږ واورئ، په خیمو کې ژوند کوو، د شپې له یخنۍ سره مبارزه کوو. زموږ غوښتنه داده چې حکومت زموږ سره همکاري وکړي.»

د کندوز چارواکي وايي چې د راستنېدونکو کورنیو وضعیت جدي دی او د بې‌وزلۍ، مناسبې هستوګنې او لومړنیو خدماتو نشتوالی د خلکو ورځنی ژوند سخت کړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام