د ټولګټو وزارت مسوولان وايي چې د ۲۰۲۵کال پرمهال د هېواد د حیرتان، اقینې، تورغونډۍ او خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ له لارو د څه باندې ۵،۱ میلیونه مټریک ټُنه سوداګریزو توکو انتقالات شوي دي.

د یاد وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس په دې اړه سلام‌وطندار ته وویل: «په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارو څخه د ۴٫۳ میلیونه متریک ټُنه توکو انتقالات شوی و، خو په ۲۰۲۵کال کې دا کچه له ۵٫۱ میلیونه متریک ټُنو څخه اوښتې ده. د دغو شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د لېږد رالېږد اندازه د تېرکال «۲۰۲۴» په پرتله ۱۷٫۶۵ سلنه زیاتوالی ښيي.»

حق‌شناس زیاتوي چې افغانستان د روان کال پرمهال د منځنۍ اسیا هېوادونو، چین او یوشمېر نورو هېوادونو څخه سوداګریز، خوراکي توکي، نفت او ګاز راوارد کړي دي.

د نوموړي په وینا، افغانستان په دې موده کې د سیمې او نړۍ هېوادونو ته، وچه او تازه مېوې، کرنیز محصولات او لاسي صنایعې صادر کړي دي.

حق‌شناس زیاتوي چې د ټولګټو وزارت هڅه کوي، څو هېواد کې د اوسپنې پټلۍ شبکې پراخې کړي. «د ټولګټو وزارت هڅه کوي چې افغانستان کې د اورګاډي پټلۍ پراخه کړي، څو له یوې خوا کورنی اتصال رامنځته شي او له بل‌خوا افغانستان له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره ونښلول شي او د ګاونډیو او سیمې د هېوادونو د اورګاډي شبکې د نړیوالې اورګاډي شبکې سره وصل شي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بل‌خوا یوشمېر اقتصادي کارپوهان وايي چې په باروړونکو موټرو کې د انتقالاتو پر ځای د اوسپنې پټلۍ یو ښه بدیل کېدای شي او په وینا یې، دا چاره کولای شي، افغانستان د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره وصل کړي او د توکو لېږد هم کم وخت واخلي.

د اقتصادي چارو کارپوه امید‌الله قاسمزی وايي: «افغانستان د وچې له‌خوا محاط هېواد دی او اورګاډی د سیمې او نړۍ سره د نښلولو مهمه بدیله لاره ده چې د صادراتو او وارداتو لګښتونه کموي او توکي ژر بازارونو ته رسوي. د اورګاډي پراختیا د ملي اقتصاد وده، نړیوالو بازارونو کې د سیالۍ اسانتیا او د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو زیاتوالی رامنځته کوي.»

بل اقتصادي کارپوه عبدالنصیر رشتیا وايي: «له شک پرته، د اورګاډي پټلۍ لرل او د لېږد رالېږد لپاره ترې ګټه اخیستل، ستر اقتصادي ارزښت لري، ځکه توکي ژر بازارونو ته رسېږي او د خرابېدو مخه نیسي. همداراز د اورګاډي له لارې لېږد ارزانه تمامېږي چې د بیو په کمېدو کې مهم رول لري.»

د ټولګټو وزارت د مسوولانو په وینا، افغانستان دا مهال نږدې څلور کیلومټره د اوسپنې پټلۍ اصلي او فرعي لارې لري چې پرمټ یې، حیرتان، اقینه، تورغونډۍ او خواف-هرات لارې له یوه بل سره تړلې دي. له دې لارو افغانستان په مستقیمه توګه له ایران، ترکمنستان او اوزبیکستان سره نښلول شوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام