د قرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر بېکیت صدیکوف کابل ته د سفر په ترڅ کې د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د خصوصي سکتور د استازو په حضور کې د قرغزستان د سوداګرۍ خونه پرانیستله.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت کابل کې د دغې خونې پرانیستل د افغانستان او قرغزستان ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام بولي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد په دې اړه وايي: «د دې خونې پرانیستل د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په لور مهم ګام ګڼل کېږي او زمینه برابروي چې همکاري پراخه، سوداګریزې تبادلې زیاتې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرو اړیکې اسانه او ګډو پانګونو ته زمینې برابرې شي.»

په همدې حال کې، د صنعت او سوداګرۍ وزیر او د قرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر ترمنځ په کابل کې دوه اړخیزه غونډه هم وشوه.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې دې غونډه کې د سوداګرۍ حجم پر زیاتوالي، د شته ظرفیتونو په پام کې نیولو سره د ځانګړو صادراتي توکو په مشخصولو، د ترانزیت په پراختیا، د تړونونو په لاسلیک کولو او د بهرنیو او ګډو پانګونو په جلبولو خبرې شوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد په دې اړه وايي: «د دې لیدنې په ترڅ کې دواړو لورو د څو مهمو موضوعاتو په اړه خبرې او نظرونه تبادله کړل چې په‌کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د حجم زیاتول د شته پراخو ظرفیتونو په پام کې نیولو سره، د ځانګړو صادراتي توکو مشخصه‌ول، د ترانزیت پراخول او د ترانزیتي هوکړو لاسلیک، د بهرنیو او ګډو پانګونو جذب، نندارتونونو، کنفرانسونو او سوداګریزو غونډو ترسره کول، او د ګډې کاري ډلې د منظمو ناستو جوړول شامل وو.»

ورته وخت کې یو شمېر اقتصادي کارپوهان په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان، ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ پراختیا ګټوره ګڼي.

د اقتصادي چارو کارپو شبیربشیري په دې اړه سلاموطندار ته وویل: «دا ډېر ښه خبره ده چې د افغانستان د ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو ترمنځ د دوه‌ اړخیزې سوداګرۍ، د ترانسپورت او ترانزیت تعاملاتو او دوه‌ اړخیزو پانګونو د پراختیا په لور زموږ اړیکې پراخې شي. دغه پراختیا دواړو اړخونو ته اقتصادي ګټې راوړي، هم افغانستان او هم هغه هېواد ته. په اوسنیو شرایطو کې د مرکزي آسیا هېوادونو سره د افغانستان سیاسي اړیکې ښې پرمخ ځي او دا ښه ده چې له دې سیاسي اړیکو څخه د اقتصادي ګټو ترلاسه کولو لپاره هم استفاده وشي.»

داسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو د پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې کچې لوړولو په موخه د قرغزستان پلاوی د سې‌شنبې په ورځ کابل ته راغلی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام