د کونړ نورګل ولسوالي (پتڼ کمپ) کې د زلزلو له امله بې‌ځایه شوې کورنۍ وایي چې ماشومان او د کورنۍ غړي يې پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.

د دوی په وینا، په جوړو شویو کمپونو کې ګردونه ډېر دي، روغتیايي خوړو او د پاکو اوبو نشتون هغه څه دې چې ناروغۍ يې ډېرې کړي دي.

د نورګل ولسوالي د مزار درې د منجيګل کلي اوسېدونکي چې دامهال د نورګل ولسوالي په (پتڼ کمپ) کې هستوګن دي، وايي، ماشومان یې د پوستکي ناروغیو ترڅنګ په سینه بغل او نس‌ناستې هم اخته شوي.

د یاد کمپ اوسېدونکي محمد‌رفیق وویل: «اول دا چې مونږ دلته صحي او روغې اوبه نلرو کمې دي او دوهم دا چې مونږ د یخې علاقې نه راغلي یو او دلته ګرمي ده ډیره او پکي هم نشته  او زمونږ ماشومان ټول دانې دي مونږ غواړو چې مونږ ته سهولت برابر شي د پاکو او صحي اوبو او یا د څاه او بل د د ماشومانو د درملنې لپاره سهولت برابر  شي ماشومان مو ټول مریضان دي څوک اسهال دي او په  چا دانې دي.»

د یاد کمپ یوه بل اوسېدونکي عطاالله په دې اړه وویل: «دلته زمونږ ستونزې ډیرې دي خو یوه ستونزه دا ده چې ماشومان مو ناروغ دي د ګرمۍ له وجې نه چې په خیمو کې تپ دی نو مونږ ته یې داسې مریضتیا پیدا کړه دانې دي په ټولو باندې نو مونږ ته دې د ډاکترانو ترتیب برابر شي او د کورونو ترتیب دې برابر شي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په ورته مهال د یاد کمپ مسوولان وایي چې کمپ کې پنځه سوه کورنۍ مېشتې دي چې روغتیايي برخې په ګډون ډېرو نورو برخو کې هم په نسبي ډول اسانتیاوې برابرې شوي دي. د دوی په خبره، کمپ کې يې دوه روغتیایي مرکزونه جوړ کړي چې خلکو ته مناسب روغتیایي خدمات وړاندې کوي.

په ختیځ کې د سرې میاشتې رسسش مولوي قمرګل نصرت وايي، د ناروغیو د مخنیوي په موخه روغتیايي خدمات پرته له ځند وړاندې کېږي. هغه زیاتوي چې هڅه کوي زلزلې ځپلو ته د دایمې سرپناه غم هم وخوري.

د نورګل ولسوالۍ پتڼ کمپ مسوول او په ختیځ زون کې د سرې میاشتې رییس مولوي قمرګل نصرت وایي: «دې کمپ کې پنځه سوه کورنۍ میشت دي چې ورته روغتیایي خدمات وړاندې کیږي دلته مونږ سیار کلینیکونه لرو چې دلته مونږ د تغذي مشاور ،قابله، رواني مشاور او ایم ډي ډاکتر دا هر څه لرو مجهز او ددې تر څنګ مونږ هرې کورنۍ ته یوه خیمه ورکړې ده او ددې تر څنګه هرې کورنۍ ته کمپلې د اشپزۍ سیټونه ،تر پال دا شیان مو ټول ورکړي دي.»

نږدې یوه میاشت وړاندې د کونړ په یوشمېر ولسوالیو چې نورګل، چپه دره، وټه پوره، څوکۍ او پیچ درې په‌کې شاملې دي، زورورې زلزلې وشوې. دا زلزلې دومره زورورې وې چې له امله یې ۲،۲۰۵ کسان مړه او۳،۶۴۰ ټپیان شول او همداشان زرګونه کورنۍ بې‌ځایه شوې.

د زلزلې له امله نه یوازې کورونه ویجاړ شول، بلکې روغتیايي مرکزونه، د څښاک پاکې اوبه، او د حفظ‌الصحې اساسي اسانتیاوې هم له منځه ولاړې. دا وضعیت د دې سبب شو چې اوس مهال د زلزلې ځپلو خلکو ترمنځ روغتیايي ستونزې او ساري ناروغۍ هم خپرې شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام