له څو لسیزو راهیسې، د چاقو جوړونه د پروان په چاریکار ښار کې، له صنعتي هویت سره تړلې ده؛ خو اوس له دې صنعت څخه یوازې څو کوچني کارخونې پاتې او همدا پاتې شوي صنعتکاران هم د بازار له خرابوالي شکایت کوي.
پروان کې واړه او لوی چاقوګان چې په ځانګړو ډیزاینونو جوړېږي، یو وخت د کلیوالو خلکو ډېر د خوښې وړ توکې بلل کېدل. خو کله چې له ګاونډیو هېوادونو ورته ارزانه چاقوګان وارد شول، د کورنیو محصولاتو بازار يې خراب کړ.
سیدحسن چې د چاریکار ښار کې چاقو جوړوونکې کارخونه لري، د خپل کار وضعیت او د دې صنعت د لهمنځه تلو اصلي لاملونه داسې بیانوي: «زموږ تجار د وارداتو په کاروبار بوخت دي؛ صادرات نهلري. هغوی له چین څخه ټیټکیفیته توکي واردوي او له پاکستان څخه ارزان مال راوړل کېږي، چې بیا پر خلکو په لوړ قیمت پلورل کېږي. دغه توکي ډېر ځلې یوبارمصرف وي. حتی زموږ د تولید شوې چاقوګانې چې پخوا تازه او د اوږدمهاله استعمال وړ وې، اوس نرمي او بېکیفیته دي. مخکې موږ له درې سوه دوکانونو سره بازار لرلو، خو اوس یوازې څو دوکانونه پاتې دي. غوښتنه زموږ دا ده چې د دولت له خوا ورته فابریکه جوړه کړل شي؛ موږ خیریه یا پېرزوینې نه غواړو — دولت باید پانګه برابره کړي او فابریکه جوړه کړي.»
په چاریکار ښار کې یو بل چاقو جوړوونکی محمدسردار، وایي چې د ارزانه وارداتي چاقوګانو ډېرېدل د دې لامل شوی چې په دې ولایت کې د تولید شویو چاقوګانو پېرودونکي ورځ تر بلې کم شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل: «بهرنی مال چې راځي زموږ د مال ارزښت نهلري، څوک یې نه اخلي. بهرني توکي ټیټ کیفیت او ارزانه دي، نو خلک زموږ جوړ توکي قدر نه کوي. موږ که دلته خپله تولید پیل کړو، کولای شو بیل، داس، کلند او نور ضرورتي وسایل جوړ کړو او هر هغه شی چې خلک ورته اړتیا لري برابر کړو. زموږ غوښتنه د دولت څخه داده چې موږ سره همکاري وکړي او د تولید لپاره اړین ماشینونه یا فابریکه برابره کړي؛ موږ خیریه نه غواړو، موږ غواړي ځانبسیا شو او خپل اقتصاد پیاوړی کړو.»
د چاریکار ښار د کسبګرو ټولنې مشر امامالدین امین د لاسي صنایعو د لهمنځه تلو په اړه وايي چې د وارداتي توکو ارزانه بیه، د کورنیو تولیداتو بازار له لاسه وتلو لامل شوی دی.
هغه وویل: «ورو ـ ورو دا د ګاونډیو هېوادونو د سوداګریزو پلانونو برخه وه چې زموږ هېواد له یوه صنعتي هېواد څخه په مصرفي هېواد بدل کړي. د چاریکار ښار پخوا یو مهم صنعتي ښار و، خو اوس زموږ نږدې ټول اړین توکي د ګاونډیو هېوادونو له وارداتو پورې تړلي دي. هغه اجناس چې له ګاونډیو راځي، ټیټ کیفیت لري، خو ارزانه دي؛ همدې کار زموږ صنعت ورو ـ ورو له منځه یووړ او خلک یې له کورني تولید څخه لېرې کړل.»
همداشان د پروان د صنعت او تجارت رئیس سید ایمل نیکمل آقا، وايي چې د صنعتکارانو د ملاتړ لپاره یې د دې ریاست له لورې یو لړ پروګرامونه پیل کړي چې صنعتکارانو ته د ځمکې وېش هم پکې شاملېږي.
نوموړی زیاتوي: «د امیرالمؤمنین د حکم پربنسټ مو پنځوس جریب ځمکه ځانګړې کړې او ځای مو ورته مشخص کړی، څو یوشمېر وړې صنعتکاران پکې ځای پر ځای شي. موږ ورسره مرسته کړې، مرسته به ورسره دوامداره هم وي. همدارنګه، موږ هر کال یو نندارتون لرو چې صنعتکاران پکې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کوي.»
په پروان کې د چاقو جوړونې صنعت د هغو لویو فابریکو له پراخ تولید سره، چې ورته توکي په ارزانه بیه بازار ته واردوي، خپل پخوانۍ وده له لاسه ورکړې ده.
چاقو جوړوونکي وایي چې په دې برخه کې د لویو فابریکو جوړولو سره کېدای شي د دې صنعت د له منځه تلو مخنیوی وشي.


