Asset 1SWN

سلام وطندار

کابل ته د قزاقستان د سوداګریز پلاوي سفر؛ دواړو لوریو د هوکړه‌لیکونو پر عملي کېدو ټینګار کړی

n00289325-b

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وايي، د قزاقستان د سوداګرۍ او ادغام وزارت د مرستیال په مشري د دغه هېواد د خصوصي سکټور او سوداګرو ۴۰ کسیز پلاوي کابل ته د خپل درې‌ورځني سفر پر مهال د ا.ا د بېلابېلو وزارتونو له چارواکو سره په جلا جلا کتنو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو هوکړه‌لیکونو پر عملي‌کېدو ټینګار کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي: «په دغه سفر کې له سوداګرۍ، کانونو، ټرانسپورټ، مخابراتو او کرنې وزارتونو او د اوسپنۍ پټلۍ ادارې او نورو امارتي شرکتونو او خصوصي سکټور سره لیدنې وشوې. د دواړو لوریو د پرمختګ او اسانتیاوو برابرولو هوکړه‌لیک ترڅنګ، قزاقستان تیار شوی چې له افغانستان څخه کچالو، پنبه، انار، انځر او نورې وچې او تازه مېوې وارد کړي. همدارنګه د قیمتي او نیمه‌ قیمتي ډبرو او د کاني موادو پر واردولو یې هم ټینګار کړی.»

نوموړی زیاتوي چې په دغو کتنو کې قزاقستاني پلاوي افغانستان ته د یوشمېر سوداګریزو توکو د صادراتو زیاتوالي او په هغه هېواد کې د افغاني تولیداتو او محصولاتو لپاره د دایمي نندارتونونو او بازارونو د جوړولو په اړه د خپل هېواد د چمتووالي ژمنه کړې ده.

په ورته وخت کې د قزاقستان د سوداګرۍ او ادغام وزارت مرستیال کایرات توربایوف کابل ته د خپل هېواد د پلاوي سفر ګټور بللی او له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د بشري مرستو د دوام په برخه کې یې د خپل هېواد د هڅو ډاډ ورکړی دی.

نوموړي زیاته کړې: «دا په افغانستان کې زموږ لومړۍ مهمه او ګټوره غونډه وه. زموږ د سفر اصلي موخه افغانستان کې د بېلابېلو وزارتونو له چارواکو سره لیدل وو. له بېلابېلو سوداګریزو څانګو ۴۰ کسیز پلاوی هم له موږ سره و او د دغه سفر په ترڅ کې مو د کانونو، مخابراتو، ټرانسپورټ او نورو وزارتونو له بېلابېلو چارواکو سره لیده کاته لرل. موږ له افغانستان سره د خپلو سوداګریزو اړیکو پراخولو ته لېواله یوو.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

بله‌خوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان زیاتوي چې د خصوصي سکټور او سوداګرو لپاره د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په موخه هڅه کوي، څو هغه سوداګریز هوکړه‌لیکونه عملي کړي چې تر دې وړاندې د دغه وزارت او ځینو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوي دي. د دوی په وینا، تراوسه د بېلابېلو هېوادونو پانګه‌والو په افغانستان کې د اووه میلیارډه ډالرو په ارزښت د پانګونې ژمنه کړې ده.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام