د پلازمېنې یوشمېر اوسېدونکي د کابل په بېلابېلو سیمو کې د کثافاتو له ډېروالي د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې کثافات ډېر شوي او ښار یې بدرنګه کړی دی. دوی په ښار کې د کثافات ډانيو له کمښت څخه شکایت کوي.
د کابل ښار د خيرخانې سیمې اوسېدونکى قيس په خپله سيمه کې د کثافاتو له ډېروالي شکايت کوي او وايي: «د خيرخانې په ٣١٥ سيمه کې کثافات ډېر شوي او که د ښاروالۍ له خوا دغه سيمه پاکه نه شي، د هوا په ګرمېدو سره به دې سیمه کې ډېرې ناروغۍ پيدا شي.»
د کابل په لویدیځ کې د دشت برچي سیمې اوسېدونکی خلیل کریمي وايي: «زموږ کور ته څېرمه يو کنډواله کور دی چې ډېری خلک خپل کثافات په کې اچوي چې دا کار زموږ د کورنۍ د څو ماشومانو د ناروغه کېدو لامل شوی دی.»
خو د کابل ښاروالي چارواکي ښار کې د کثافات دانيو د نه شتون خبره ردوي او وايي چې د کثافاتو د کمولو په موخه یې په هرو ۳۰۰ قدمونو کې د کثافات داني کېښودلي دي.
د کابل ښاروالي ویاند نعمت الله بارکزی سلام وطندار ته وویل چې نن (سه شنبه د سلواغې ۱۸مه) د ښار د پاکوالي په موخه یو لوی حشر په لاره اچولی و.
نوموړي وويل: «کابل کې د پاکوالي منظم سېسټم رامنځته شوی چې د کابل ښاروالي د کارکوونکو په همکارۍ د ښار ټولې برخې پاکوو او کومې سیمې چې له پاکوالي پاتې کېږي، د هرې اوونۍ يا مياشتې په پای کې د حشرونو پر مټ يې پاکوو.»
بل خوا د چاپېریال ساتنې یوشمېر کارپوهان وايي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو په نصاب کې باید د ښاري فرهنګ مضمون شامل شي.
د چاپېریال ساتنې کارپوه رجب علي احمدي سلام وطندار ته وویل چې په تېرو څو کلونو کې ښاریانو ته هېڅ ډول پوهاوی نه دی ورکړل شوی او همدا لامل دی چې ډېری خلک د ښار په اړه بې پروايي کوي.
د هغه په وينا، د نفوس زیاتوالی، د ښاري فرهنګ په اړه د پوهاوي نشتوالى، د ښار د پاکولو لپاره لږه بوديجه او کم لګښت د ښار د ککړتيا عمده لاملونه دي.
د احمدي په وينا: «په ښار کې د کثافت دانیو کېښودل، نفوس پورې اړه لري او په لویو لارو او ښارونو کې باید کثافت داني په لرې واټن کې کېښودل شي. د بېلګې په توګه دارالامان سړک، هوايي ډګر یا هغه سړکونه چې هوايي ډګرونه سره نښلوي او په لږ واټن کې باید د ۱۵ مترو په فاصله کې کثافت داني کېښودل شي.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
په همدې حال کې کابل ښار په وروستیو کلونو کې د نړۍ یو له ککړو پلازمېنو څخه پېژندل شوی دی.