سلاموطندار له څلورهغو ځوانانو سره چې درې یې، ماسټري او یوه یې، د لېسانس تر کچې زدهکړې کړي او اوس ازاد کاروبار لري، مرکې کړې دي.
د پروان اوسېدونکی عبدالرب رحیمي چې په ژبو او ادبیاتو برخه کې د لېسانس تر کچې لوړې زدهکړې لري، وايي، د خپلې راتلونکې لپاره یې، په ډېره خواري زدهکړې وکړې، خو د کاري فرصتونو نشتون له امله اوس خیاطي کوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل: «اووه اولادونه لرم چې هر یو یې، زدهکړې کوي. د پلار په توګه مې مسوولیت دی چې دوی ته کار وکړم او بله لاره نهلرم.»
رحیمي زیاتوي چې ټولنه کې د ده پر وړاندې د خلکو لیدلوری ورته زورونکی دی. «ما له شپږ کلنۍ زدهکړې کولې؛ خیاطي مې هم زده وه؛ خو نن مې خلک زوروي چې ویني یو لوستی ځوانان د مجبورۍ له امله خیاطي کوي.»
دغه ځوانان وايي چې له ټولو ستونزو سره سره بیا هم هڅه کوي چې خپلو هیلو ته ورسېږي. «هیله مې دا ده چې د دوکتورا سند هم ولرم او په یوه پوهنتون کې تدریس وکړم او له دې لارې خلکو ته خدمت وکړم.»
د کابل اوسېدونکی احمد وايي، که څه هم پنځه کاله وړاندې یې، د فقې برخه کې ماسټري وکړه، خو تراوسه یې، خپله برخه کې کار نهدی پیدا کړی. «که هم لوړې زدهکړې لرم، خو د کار زمینه راته نشته. پوهنتون مې چې خلاص کړ، پنځه کاله دندې پسې وګرځېدم، خو بریالی نشوم؛ نه جمهوریت او نه هم امارت کې.»
احمد زیاتوي چې افغانستان کې روانو شرایطو ډېری ځوانان اړ کړي چې ازاد کاروبار ته مخه کړي. «د هېواد روان وضعیت پر موږ اغېز کړی؛ همدې ازاد شغل باندې ځانته قناعت ورکوو، اړ یوو، بله لاره نشته. ډېری ځوانان نشي کولای، هغو برخو کې یې چې زدهکړې کړي، وظیفه پیدا کړي.»
روهیداحمد چې د کابل اوسېدونکی دی او د حقوق او سیاسي علوم ترڅنګ یې، ګرافیک ډیزاین برخه کې هم تر لېسانس زدهکړې کړي، وايي، د جمهوریت له پرځېدو وروسته، اوس ترکاري خرڅوي. «کله چې نظام بدل شو، څو میاشتې مې وظیفه وکړه، خو معاش یې رانکړ او وظیفه مې پرېښوده او ازاد کار مې پیل کړ. ملګري او خپلوان مې په یوه بل نظر راته ګوري او دې وضعیت راباندې اغېز کړی.»
د بامیان اوسېدونکی بشیر فروغ چې د ارتباطاتو برخه کې ماسټري لري، وايي: «زدهکړې خپلې ستونزې لري، ځوانانو ته وړاندیز کوم چې راځئ، موږ خپله حرکت وکړو، دولت په تمه نهشو، ډېر ارمان پلوه فرصتونو ته په تمه نهشو او ځانته فرصتونه پیدا کړو.»
د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون استاد سردارمحمد ساعي وايي چې ښوونیز پروګرام ته بیاکتنه کولای شي چې افغانستان کې د وزګارتیا ستونزه حل کړي. «د کار بازار سره سم د ښوونیز نظام برابرول، ټولنیز مهارتونو پیاوړتیا، شغلي مشاورې، تحصیلي لارښوونې، د کارموندنې پراختیا، د پوهنتون او صنعت ترمنځ اړیکه کولای شي چې د کاربازار او ښوونیز نظام ترمنځ اړیکې ښې کړي.»
د اقتصادي چارو شنونکی شاکر یعقوبي وايي چې ازاد کاروبار ته د لوستو ځوانان ورتګ لویه ټولنیزه او اقتصادي ستونزه ده او په وینا یې، د دې بهیر دوام به منفي اغېزې ولري. «د دې بهیر دوام به پر ټولنې منفي اغېزې ولري هم ټولنې او اقتصاد ته چې اقتصاد به غیررسمي تقویت کړي او د ځوانانو کډوالي به ډېره شي.»
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمېعالله ابراهیمي وايي، د ځوانانو لپاره کاري بستونه اعلان ته سپارل شوي دي. «هڅه مو دا ده چې د وزګارتیا کمښت او ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرولو لپاره خصوصي سکټور کې اسانتیاوې پیدا کړو، څو له دې لارې وکولای شو چې کاري فرصتونه رامنځته کړو.»
وروستیو کلونو کې او هېواد کې د سیاسي او اقتصادي بدلونونو له امله وزګارتیا په یوه لویه ننګونه بدله شوې. ډېری ځوانان د لوړو زدهکړو سندونو په لرلو سره نهشي کولای شي چې دندې پیدا کړي.