د غزې د روغتیا وزارت وايي چې د اوربند له اعلان سره سره، د اسراییلي ځواکونو بریدونه په بېلابېلو سیمو کې نهدي درېدلي او ملکي وګړي یې لاهم په نښه کوي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، یوازې د تېرو ۴۸ ساعتونو په ترڅ کې لږترلږه اته فلسطینیان شهیدان شوي او ۱۳ نور ټپیان دي. سرچینې زیاتوي چې د ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی او ښايي د مړینې شمېر لا لوړ شي.
د غزې د روغتیا وزارت په یو تازه احصایه کې ویلي چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر له میاشتې راهیسې تراوسه د اسراییلو جګړې له امله لږترلږه ۶۸زره او ۵۲۷ فلسطینیان شهیدان شوي او ۱۷۰زره او ۳۹۵ نور ټپیان دي. په شهیدانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي چې د جګړې اصلي قربانیان بلل کېږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د غزې اوسېدونکي وایي چې د جګړې دوام د ژوند ټول اړخونه فلج کړي، خلک د خوړو، درملو او سرپناه له سخت کمښت سره مخ دي او نړیواله مرسته هم د جګړې له امله په کافي ډول نه رسېږي.
په همدې حال کې، سیمهییزې ادارې او مرستندویه بنسټونه خبرداری ورکوي، که ټولیز اوربند او عاجل بشري لاسرسی تضمین نهشي، د غزې بشري ناورین به لا پراخ شي او د مرګژوبلې شمېر به نور هم لوړ شي.


