د العربیه خبري شبکې راپور ورکړی چې د اسراییلو پوځ نن دوشنبه، د نومبر د خانیونس د ښار ختیځ سیمې د راکټ ډزو سره سم بمبار کړي دي.
راپور وايي، اسرائیلي جنګي الوتکو په غزې پټې د رفح ښار په جنوب هم حملې ترسره کړې.
همدارنګه، د العربیه خبري شبکې خبریال راپور ورکړ چې د اسرائیل جنګي کښتۍ د رفح ساحل ته اور واچوه، چې په نتیجه کې یو کس ووژل شو او څو نور ټپیان شول.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په همدې حال کې، ایال زمیر، د اسراییلو د پوځ مشر، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د ۷ مې د پېښې له ناکامیو وروسته د پوځ ځینې لوړپوړي قومندانان له دندو ګوښه کړي دي. یاد پېښه د حماس لهخوا د غزې له سیمې د اسراییلو پر سوېل په ناڅاپي برید سره تړاو لري.
په ورته مهال اسراییلو څو ورځې وړاندې هم د غزې خان یونس ښار بمبار کړی و چې له کبله یې، یوشمېر کسان مړه او ټپیان شوي وو.


