د تاجیکستان د پوله‌ساتو ځواکونو له لوري دغه هېواد ته له افغانستان څخه د وراوښتونکو څلور وسله‌والو کسانو تر وژنې وروسته د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد وايي چې په دې اړه یې، څېړنې پیل کړي او په وینا یې، ښايي دا کسان قاچاق‌وړونکي وي.

مجاهد زیاته کړه چې اسلامي امارت تاجیکستان ته ډاډ ورکوي چې د یاد هېواد ارضي تمامیت او پولو کې به وران‌کارو ته د فعالیت اجازه ورنه‌کړي.

هغه وویل: «موضوع تر څېړنې لاندې ده، خو ابتدایي معلومات دا دي چې ممکن څو قاچاقبران د ممنوعه توکو لکه مخدره موادو یا نورو غیرقانوني شیانو د انتقال په تړاو له یوې پېښې سره مخ شوي او موضوع تراوسه تر څېړنې لاندې ده. اسلامي امارت تاجکستان ته ډاډ ورکوي چې د هغو کسانو د ناوړه ګټې اخیستنې اجازه به د پوله په اوږدو کې ورنه‌کړي. زموږ امنیتي ځواکونه هم دغه موضوع څېړي او هغه کسان چې د غیرقانوني کړنو هوډ ولري، مخه به یې ونیول شي.»

د تاجیکستان دولتي خبري اژانس خاور د یاد هېواد د ملي امنیت کمېټې له قوله راپور ورکړی چې له افغانستان سره پولې ته نږدې څلور وسله‌وال کسان د تاجیکستاني پوله‌ساتو سره په نښته کې وژل شوي دي.

د یاد خبري اژانس د راپور له مخې، تېره ورځ یکشنبه، دغه کسان د بدخشان د خواهان ولسوالي څخه د تاجیکستان خاورې ته ننوتي او د نښتې پرمهال وژل شوي.

د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې په وینا، د دغو کسانو د ځای د پلټنې پرمهال یوشمېر وسلې او جګړه‌ییز مهمات هم ترلاسه شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په همدې حال کې پوځي او سیاسي کارپوهان وايي چې افغانستان او تاجیکستان باید په دې اړه ګډ اقدامات وکړي او دواړه لوري باید د دې موضوع د روښانولو لپاره تخنیکي او پایله‌لرونکې خبرې پیل کړي.

پوځي کارپوه اسدالله ندیم وايي: «ښه به وي چې دواړه لوري په دې اړه تخنیکي خبرې اترې پیل کړي، هغه خبرې اترې چې نتیجه‌خېزې وي. هلته مسله اسناد، روایتونه او شواهد دي چې باید وړاندې شي او د دواړو خواوو قناعت ترلاسه شي. ښه به وي چې دا موضوعات د تماس او تخنیکي خبرو له لارې حل شي.»

سیاسي کارپوه عبدالجبار اکبري وايي چې د دې ډول پېښو دوام کولی شي د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ بې‌باوري او واټن رامنځته کړي.

هغه وویل: «بې‌شکه واټن رامنځته کېږي، بې‌باوري د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ پیدا کېږي او ممکن وخت ناوخته دواړه هېوادونه په یو بل باندې کلک موقف ونیسي. دا د هېوادونو ترمنځ بې‌باوري رامنځته کوي او ممکن نور هېوادونه هم سبا ادعا وکړي چې دا کار کولی شي منفي پایلې ولري. ښه به وي چې تاجکستان دا درک کړي چې د افغانستان ثبات د هغوی په ګټه دی او دواړه لوري باید د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو په برخه کې ګډ کار وکړي.»

له دې وړاندې د ټولیز امنیت تړون غړو هېوادونو څو ځله د افغانستان له خاورې راولاړېدونکو امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنې څرګندې کړې وې؛ خو اسلامي امارت تل ټینګار کړی چې د افغانستان له خاورې به هېڅ هېواد ته ګواښ پېښ نه‌شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام