اسلامي امارت د اسراييل له لوري پر غزې د بریدونو، ظلم او نسل وژنې پر وړاندې غبرګون څرګند کړی.
د حج او اوقافو وزارت تېره شپه (چهاشنبه، جوزا ۷مه) یوه خبرپاڼه کې چې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر ایکسپاڼه خپره کړې ویلي، د ایمان او انساني خواخوږۍ له مخې د غزې له خلکو په ملاتړ مکلف یو.
خبرپاڼه کې ويل شوي چې په غزه کې د ظلم او نسل وژنې پر وړاندې د را روانې جمعې په ورځ ټول هېواد کې غږ پورته کیږي او له ټولو هېوادوالو غوښتل شوي چې برخه په کې واخلي.
دغه خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې د جوماتونو ملا امامان دې د جمعې په ورځ بیانونو کې غزه کې د روان ظلم او نسل وژنې د بیانولو ترڅنګ، د هغه د پایته رسولو لپاره غږ پورته کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
همداراز جوماتونو کې یې د ختمونو او دعاګانو کولو غوښتنه کړې.
د حج او اوقافو وزارت دغه خبرپاڼه کې له ټولو مسلمانانو غوښتي چې په دې غږ پورته کولو کې برخه واخلي.
خبرپاڼه کې ويل شوي چې له تېر یو نیم کال راهیسې په فلسطینیانو د اسراییل له لوري ظلم او تجاوز روان دی.
اسلامي امارت ویلي چې اسراییل د لسګونه زره فلسطینیانو له وژلو وروسته اوس اراده کړې چې د غزې اوسېدونکي قتل عام کړي، یا یې په بشپړ ډول له منځه یوسي.



