د بهرنیو چارو وزارت نن (چهارشنبه، ثور ۳) یوه اعلامیه کې ویلي چې اسلامي امارت د هند جمو او کشمېر په «پهلګام» سیمه کې پر سیلانیانو برید د غندنې وړ بولي او په پېښه کې د وژل شویو کورنیو ته تسلیت وړاندې کوي.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا ډول پېښې په سیمه کې امنیت او ثبات ګواښوي.
د هند جمو او کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو وسلهوالو برید کې ۲۶ کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هند کشمیر کې وسلهوال برید په تړاو د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغه برید د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو هېوادونو له لوري غندل شوی دی.
که څه هم هند د برید په تړاو په رسمي ډول کومه وسله واله ډله یا هېواد نه دی تورن کړی، خو لومړي وزیر نریندرا مودي ډاډ ورکړی، چې عدالت په پلی کړي.



