د ایران ستر مذهبي مشر ایتالله علي خامنهيي نن چهارشنبه، جون ۱۸مه یوې ټلوېزیوني وینا کې ویلي چې هېچاته نهتسلیمېږي.
د نوموړي دغه ټلوېزیوني وینا چې د ایران له دولتي ټلوېزیون خپرېده، همداراز اسراییلو ته خبرداری ورکړی چې پر ایران د خپل برید بیه به پرې کړي.
نوموړي وویل: «د ایران ملت د تحمیلي جګړې پروړاندې درېږي، څنګه چې د تحمیلي سولې مقابل کې به هم ودرېږي او دا ملت به د تحمیل په مقابل کې هېچاته تسلیم نهشي.»
نوموړي همداراز امریکا هم خبرداری ورکړی، که پر ایران برید وکړي، له جبرانېدونکي ګذار سره به مخ شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل: «هغه هوښیار خلک چې ایران، د ایران ملت او تاریخ یې، پېژني، هېڅکله به دې ملت ته د ګواښ په ژبه خبرې ونهکړي، ځکه چې د ایران ملت نهتسلیمېدونکی دی او امریکایان باید پوه شي چې د امریکا هر ډول پوځي مداخله به، بې له شکه له نه جبرانېدونکي ګذار سره مل وي.»
ایران له دې وړاندې هم د اسراییلو ملاتړو هېوادونو ته خبرداری ورکړی و، که پر دغه هېواد برید وکړي، سیمه کې به یې، پوځي اډې او مرکزونه په نښه شي.


