د ایران د دفاع وزیر عزیز نصیرزاده وايي، که اسراییل پر دغه هېواد هر ډول برید وکړي، تهران به د خپلو پرمختللو توغندیو په وسیله تلابیب ته ځواب ورکړي.
نصیرزاده په څرګنده توګه وویل، هغه توغندي چې د ایران ځواکونو د تېرې ۱۲ ورځنۍ جګړې پرمهال کارولي، څو کاله مخکې د دفاع وزارت له لوري جوړ شوي وو.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه ټینګار وکړ چې ایران اوس د پرمختللو توغندیو نوي نسلونه لري چې د پخوانیو سیستمونو څخه هم ځواکمن دي او د دښمن هرډول حرکت ته به په دې توغندیو سره ځواب ورکړي.
د ایران دفاع وزارت په دې وروستیو څرګندونو کې د هېواد د وسلو د پرمختګ او د سیمهییز امنیت د خوندي کولو ژمنه هم بیا تکرار کړې ده.


