Asset 1SWN

سلام وطندار

د فساد پروړاندې د مبارزې نړیواله ورځ؛ ا.ا: افغانستان کې صفر ته نږدې شوی

2698cf72-ff84-4c30-956f-2c216ef3708f_w1080_h608_s

د ډسمبر نهمه له فساد سره د مبارزې نړیوالې ورځې سره برابره ده. د ا.ا ویاند ذبېح‌.الله م.جاهد وايي، په افغانستان کې د فساد کچه صفر ته نږدې شوې ده. د نوموړي په وینا، ا.ا په تېرو درېوو کلونو کې د فساد پر وړاندې جدي مبارزه کړې او په راتلونکې کې هم ورته ژمن دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاتوي: «ا.ا د فساد له بېلابېلو ډولونو سره سخته مبارزه کړې. مخکې افغانستان په نړۍ کې د فساد له اړخه لومړی او دویم ځای درلود، خو اوس په افغانستان کې صفر ته نږدې شوی دی. که کوم ځای کې هم وي، په ډېره ټیټه کچه دی جې عدلي ادارې یې څاري. د اداري، اخلاقي او ټولنیز فساد پر وړاندې مبارزه لا هم روانه ده.»

ملګرو ملتونو هم له فساد سره د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت یوه راپور کې لیکلي چې ځوانان د نړۍ په کچه تر نورو ډېر له فساد څخه اغېزمن شوي دي. په دغه راپور کې له فساد سره د مبارزې برخه کې د ځوانانو پر رول هم ټینګار شوی دی.

د راپور په یوه برخه کې لیکل شوي: «زموږ نړۍ له بېلابېلو نابرابریو او ننګونو سره مخامخ ده چې ډېری یې له فساد سره اړوندېږي. فساد د ټولنې جوړښت زیانمنوي او د پرمختګ مخه نیسي.»

په همدې حال کې د عامه پالیسۍ کارپوه نیازمحمد همدرد وايي، له فساد سره د مبارزې لپاره اړتیا ده چې دولتونه جامع کړنلارې او پالیسۍ جوړې کړي.

هغه زیاتوي: «خلکو ته د عامه پوهاوي ورکول له فساد سره د مبارزې یوه لاره ده؛ ځکه خلک پوهېږي چې ځینې کارونه ناقانونه او د ټولنې په زیان دي. دویم سخت قوانین باید په پام کې ونیول شي او دا د فساد پر کموالي اغېز کوي. تر ډېره ځوانان چې د ټولنې فعال ځواک دی، د فساد قرباني کېږي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

ملګرو ملتونو په ۲۰۰۵ کال کې د ډسمبر نهمه له فساد سره د مبارزې نړیوالې ورځې په توګه ونوموله او له هېوادونو یې وغوښتل چې په دې برخه کې لازمه مبارزه وکړي او د فساد له منځه وړلو لپاره کوټلي ګامونه اوچت کړي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام