په داسې حال کې چې ملګروملتونو د ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنېدونکو د ناوړه بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې، یوشمېر راستانه شوي کسان شکایت کوي چې بشري مرستې ورته بسنه نه کوي.
دوی وایي، د هوا سړېدل، بېکاري او لومړنیو اسانتیاوو ته محدود لاسرسی، د ورځني ژوند چارې له جدي ستونزو سره مخ کړې دي.
میوند، د لغمان اوسېدونکی چې تازه له پاکستانه راستون شوی، وایي تراوسه یې د پام وړ مرسته نه ده ترلاسه کړې او مناسبه سرپناه هم نهلري.
د هغه په وینا، د خېمې لاندې ژوند او د تودوخې وسایلو نشتون له امله یې ماشومان ناروغه شوي دي. «نږدې اتلس ورځې کېږي چې له پاکستانه راغلي یوو، لاره کې ستونزې وې او ساړه وو، هېڅ مرسته راسره نهډه شوې. دلته هم سرپناه نهلرو، خېمه کې ژوند کوو او ماشومان مو ناروغ دي.»
کرامالله، چې له پاکستانه راستون شوی، وایي پرته له هغو محدودو مرستو چې د تورخم په دروازه کې ورته ورکړل شوې، بله کومه مرسته ورسره نه ده شوې.
هغه وویل: «سرپناه نهلرو، د حکومت له لوري هم کوم خاص مرسته نهده شوې، یوازې تورخم کې چې مرسته وشوه او بس. دلته ستونزې ډېرې دي او له دولت غواړو چې موږ ته د کارکولو زمینه برابره کړي.»
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویاند، عرفات جمال، په جېنوا کې یوې خبري غونډې ته ویلي چې د ۲۰۲۳کال له اکتوبر راهیسې تراوسه نږدې ۵.۴ میلیونه کډوال له ایران او پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي دي.
د هغه په خبره، د دې ادارې د یوې سروې له مخې نیمايي راستنېدونکي نه دي توانېدلي ځان ته کار پیدا کړي او له مناسب اقتصادي وضعیت څخه برخمن نه دي.
نوموړي ویلي: «یوازې په ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې شاوخوا ۲.۹ میلیونه او د ۲۰۲۶کال له پیل راهیسې تر اوسه نږدې ۱۵ زره افغان پناه غوښتونکي له پاکستان او ایران څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي. دا لوړ شمېر د افغانستان د ټول نفوس شاوخوا ۱۲سلنه جوړوي او د راستنېدو چټک بهیر په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره ژوره ستونزه رامنځته کړې ده.»
په داسې حال کې چې په افغانستان کې اړتیاوې مخ پر زیاتېدو دي او د کډوالو جبري راستنېدل دوام لري، نړیوالې مرستې هم کمې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د روان کال لپاره د دغو پناهغوښتونکو د ملاتړ په موخه ۲۱۶ میلیونه ډالرو بودیجه غوښتې، خو تر اوسه یوازې اته سلنه دغه بودیجه برابره شوې ده.
لیما او عبدالغفار، چې تازه له ایران څخه ایستل شوي، هم وایي له سختو اقتصادي او معیشتي ستونزو سره مخ دي.
نوموړې وویل: «ګاونډیان لږ راسره مرسته کوي چې اور بل کړم، زموږ حالت ډېر سخت دی. هېڅ شی نه لرو، هېڅ امکانات نه لرو. خدای شاهد دی چې اوس باران دی او د کور له کونجه اوبه څاڅي.»
هغه زیاته کړه: «له ایران څخه مو په ډېر بد وضعیت کې وایستلو، هم زه او هم زما ماشومان. زه له خپلو پنځو بچیانو سره د کډوالو ریاست ته ولاړم، ځکه زه خپله سرپرسته یم او غوښتل مې چې مرسته راسره وشي، خو هغوی راته وویل نه، نه.
په دې ژمي کې موږ هېڅ د سون توکي نه لرو، زما او د ماشومانو لپاره ژوند ډېر سخت تېرېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري راستنېدو لړۍ روانه ده او هره ورځ زرګونه کسان افغانستان ته ستنېږي.


