د بهادر راډیو؛ د هغه ځوان نوښت چې یوازې د ۸۰۰ افغانیو په لګښت یې، دغه راډیو جوړه کړې. ۲۲کلن سیلوان بهادري چې په یوه پښه معلول هم دی، په خپل نوښت د بهادر په نوم راډیو جوړه کړې چې تر پنځو کیلومټره پورې نشرات لري.
سېلوان وايي، له کوچنيوالي یې، د نوښت هوډ ژوندی و او هڅه یې، دا وه چې نوښت وکړي. نوموړی د ښوونځي په یوولسم ټولګي کې و چې د یوه ټلوېزیون د جوړولو فکر یې، لاس او ذهن دې ته وخوځول چې څه وکړي، پرته له دې چې په دې پوه شي چې ټلوېزیون څه دی او څنګه جوړېږي.؟
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه د ټلوېزیون پر جوړولو کار پیل کړی او هڅه یې کوله چې په لاس کې شته له زړو او کار لوېدلو اوسپنیزو او نورو پرزو ټلوېزیون جوړي کړي، خو په وینا یې، دې کار کې پاتې راغی.
هغه وايي، زغم یې وکړ او د ټلوېزیون پرځای یې، د راډیو پر جوړولو لاس پهکار شو. د نوموړي په وینا، شپه او ورځ د یوې کوچنۍ راډیويي شبکې پر جوړولو بوخت و او له ستړیاوو او خوارو وروسته بریالی شو چې دغه راډیويي ستېشن جوړ کړي.
نوموړی سلاموطندار ته وايي، که یې، ملاتړ وشي، خپل دغه راډیويي سټېشن به پراخ کړي. «داسې څوک نهلرم چې ماسره کمک وکړي ان شاالله چې لږ مصرف او کمک وشي موږ کولای شو چې دا راډیو په یوه ملي راديو تبديله کړو او خپلې خپرونې د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته ورسوو.»
بهادري هېواد کې جګړو دې ته اړ کړي چې خپله سیمه پرېږدي او د ایران پر لوري وخوځېږي، هغه څه چې دی یې، له خپلې جوړې کړې راډیو لرې کړ. ایران ته له تلو وروسته نوموړي ونهشوای کړی چې خپله راډیو پرمخ یوسي.
بهادري ایران کې د نورو افغانانو په څېر پر مزدوۍ بوخت شو او د ژوند ناخوالو یې، د مزدورۍ پرمهال پر یوې پېښې هم معلول کړ. هغه وايي، د کار پرمهال یې، پر پښه ډبره پرېوته او پښه یې، له لاسه ورکړه.
نوموړی له دې پېښې وروسته هېواد ته راستون شو او بېرته یې، د خپلې راډیو پر جوړولو کار پیل کړ. نوموړی وايي، راډیو یې په خپله سیمه کې نشرات لري او تر ۵ کیلومټره پورې یې، د راډیو د څپو پر مرسته غږ اورېدل کېږي.
سلیوان بهادري د هغه نوښتګرو ځوانانو ټیم غړی هم دی چې د محمدطیب جیهون په نوم یوه بل نوښتګر ځوان جوړ کړی دی.
جیهون چې په خپله یې هم لسګونه نوښتونه کړي، د نوښتګرو ځوانانو یو ټیم یې جوړ کړی، څو د دوی لاستهراوړنې او نوښتونه وستايي او د کار زمینه هم ورته برابره کړي.
۳۴ کلن محمدطیب جیهون د میدانوردګ د سیداباد ولسوالي اوسېدونکی دی. نوموړی د فزیک استاد دی او نهه کاله کېږي چې په خپل نوښت یې بېلابېل څېزونه جوړ کړي دي. جیهون د کندهار پوهنتون له تعلیم تربیې پوهنځي له فزیک څانګې څخه فارغ شوی دی.
نوموړي د نوښتګرو ځوانانو د ټیمو جوړولو په اړه سلاموطندار ته وویل: «غوښتل مې هغه ځونان چې په میدانوردګ کې دي، سره راټول او یوځای یې کړم؛ دوی چې کوم نوښتونه کړي، تشویق یې کړم او د دوی لپاره د کار زمينه برابره کړم. په همدې خاطر مې درې نیمې میاشتې په دغو ځوانانو باندې کار وکړ، تقریبا سل شاوخوا فعاله او تکړه ځونان چې تقربیا ۲۰۰ پورې یې پروژې درلودې سره راټول مې کړل.»
د جیهون په وینا، د یاد ټیم نوښتګرو ځوانانو په خپل نوښت لمریز دیګ، لمریزه ابګرمي، ګازي ګذر، لمریز موتر، برښنايي ګذر، ترموز، بخارۍ، د سیروم اتومات دستګاه، چمن دریبلوماشین، ډيسيسمرسېبل، یخچال، ساده بېبرقه یخچال، سولربایسکل، د تدریس معیاري تختې، مرکزګرمي، اتومات ټانکۍ، اتومات دستشويي او نور توکي او وسایل جوړ کړي دي.
د نوښتګرو ځوانانو دغه ټیم له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او تراوسه ورسره د حکومت او بنسټونو له لوري هېڅ مرسته نهده شوې. جیهون وايي، د ټیم غړي په خپل شخصي لګښت د نوښت لپاره توکي او وسایل پېري.
محمدطیب جیهون له سلاموطندار سره خبرو کې وویل، که حکومت او اړوند بنسټونه یې، لاسنیوی وکړي، دوی به خپل نوښت پراخ او ډېر څه به جوړ کړي.
هغه وویل: «د راتلونکي په اړه زموږ تمه دا ده چې که دولت له دوی سره همکاري وکړي او دغو ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي، دوی به نور نوښتونه وکړي او نوي نوي شیان به جوړ کړي. دغه شیان یې چې جوړ کړي په دې کې پرمختګونه وکړي.»
د دغه ټیم یوه غړي حیاتالله څه باندې ۳۵ نوښتونه کړي چې ۱۵یې د کرنې، دوه یې نظامي او پاتې یې، په نورو برخو کې دي. هغه سلاموطندار ته وايي، د اقتصادي ستونزو له امله ډېری وخت د یوه نوښت لباره خپل جوړ کړي توکي او وسایل پلوري او پر پیسو یې، د نورو توکو د جوړولو لپاره اړین وسایل رانیسي.
حیاتالله هیله لري چې حکومت دې ورته د کار زمینه برابره کړي. «هیله مې دا ده له دولته چې هغو ځونانو ته چې ښې ښې اختراعګانې لري پاملرنه ورته وکړي او په داسې یو ځای کې ورته ځای جوړ کړي، چې وسایل او تجهیزات هلته ولري، څو غټ غټ شیان جوړ کړي، چې له نورو خارجي ملکونو سره ځان سیال کړي.»
د کابل د قرهباغ اوسېدونکی توکلخان چې په خپل نوښت ډرون «بېپېلوټه کوچنۍ الوتکه» جوړه کړې ده. هغه وايي، دغه ډرون تر لس کیلومټره واټن پورې تګ کولای شي او په وینا یې، ډرون یې، د دې لپاره جوړه کړې چې ټولنه له نړیوالو پرمختګونو سره سیاله کړي.
هغه چې د نورو نوښتګرو ځوانانو په څېر له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، وايي، ډېری وخت د خپلو کارونو مخته وړو لپاره په شخصي لګښت او شته امکانات ګټه اخلي.
نوموړي وویل: «تر ټولو لویه ستونزه چې موږ ورسره مخ یو، هغه د تجهیزاتو او وسایلو نشتوالی دی. په افغانستان کې د نوښت او اختراع لپاره د اړینو وسایلو او تخنیکي تجهیزاتو کمښت دی. بله لویه ستونزه معلوماتو او پرمختللې ټیکنالوژۍ ته لاسرسی نلرو، چې کله ناکله د نوښتونو د بشپړولو په برخه کې خنډ رامنځته کوي. دا ستونزې زموږ لپاره وخت او انرژي زیاته مصرفوي.»
بلخوا د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې مسوولا وايي، د ایټالیا اړوند یوې موسسې له دغې ادارې سره د نوښت مرکز او تمویل برخه کې د مرستې ډاډ ورکړی دی.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې ویاند محمدعثمان الماس سلاموطندار ته وايي، دوی نوښتګرو ځوانانو سره ته د نوښتونو لپاره د نږدې دوو میلیوننهافغانیو په لګښت توکي اخېستي دي.
هغه وویل: «هر څومره چې موږ داخلي یا بیروني ډونر د همکاري په پار راجلبو، که موږ وغواړو یا و نهغواړو د دغو برخو په تقویت باندې تمامېږي. د سږني کال په لګښتونو کې هم موږ د نوښت مرکز لپاره څه کم د دوه میلیونه په افغانۍ اجناس او توکي اخېستي دي، چې هغه هم له نوښتګرو سره د دوی د پرژو په تطبیق کې مرسته کولای شي.»
باور دا دی که هېواد کې د نوښتګرو ځوانانو ملاتړ وشي او نوښتونو ته یې، د پراختیا او ودې لپاره زمینه برابره شي، هېواد به بېلابېلو برخو کې د توکو او وسایلو د جوړولو له اړخه پر ځانبسیا شي او پر کور دننه د کاري زمینې برابرېدو ترڅنګ به هغه توکي هم بهر ته صادر شي چې دغه ځوانان یې، په خپل نوښت جوړوي.
سربېره پر دې د یادو نوښتونو پرمټ هېواد کې د پانګونې زمینه هم برابرېدای شي او د کورنیو اقتصادي ودې ترڅنګ، هېواد کې به هم د اقتصادي غوړېدو لامل شي.