پکتيا ته له پاکستانه تازه راستنې شوې يو شمېر کورنۍ د سرپناه، کار او د ژوند د لومړنيو اسانتياوو د برابرېدوغوښتنه کوي.

دغه کورنۍ وايي چې دامهال کرایه کورونو کې اوسيږي او له امله يې ګڼو ستونزو مخ دي.

دوی وویل، چې په راستنو شويو کورنیو کې زيات شمېر مسلکي ځوانان هم شته چې په کار ده حکومت ورته په اړوندو برخو کې د کار زمينه برابره کړي.

له دې تازه راستنو شويو څخه ۳۵ کلن عيداکبر دی چې يوه نيمه مياشت وړاندې هيواد ته راستون او دامهال د پکتیا مرکز ګردېز اړوند د «ابراهيم‌خېلو» سيمه کې اوسيږي.

هغه له سلام‌وطندار سره خبرو کې وويل، د ډيری راستنو شويو کورنيو د کور وسائل او کاروبارونه پاکستان کې پاتې دي او د پاکستاني پوليسو لخوا په ناوړه چلند را اېستل شوي.

هغه وويل چې هيواد ته په راستنېدو د سرپناه او کاروبار نشتون او ځينو نورو ستونزو سره مخ دي، خو غوښتنه کوي چې د کاروبار برابرولو برخه کې دې ورسره حکومت او نور مرستندويه بنسټونه مرسته وکړي، ترڅو وکولی شي د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کړي.

«کورونه نه‌لرو، ټول په کرايه کورونو کې اوسيږو دا يوه ستونزه ده. دوهم مشکل زموږ د بې‌روزګاري ده چې دلته کاروبار او روزګار نه پيدا کيږي، حکومت بايد د کاروبار برخه کې بايد موږ ته پاملرنه وکړي. دريم مشکل مو د کورو د ړنګيدو دی، د چا کورونه چې ړنګ دي، هغه يې د جوړيدو توان نلري موږ سره دې کورو جوړيدو برخه کې حکومت پاملرنه وکړي، خو تر ټولو غټه مرسته چې موږ يې له حکومت څخه غواړو هغه د کاروبار مرسته ده چې د کاروبار زمينه راته برابره کړي.»

بشيرخان هم چې شاوخوا نهه مياشتې وړاندې له پنجاب څخه هیواد ته راستون شوی او دامهال د مرکز ګردېز اړوند د «بنوزيو» سيمه کې په يوه پردي کور کې اوسيږي.

هغه وويل چې خپله سرپناه نه‌لري او په کوم کور کې چې اوسيږي، د څښاک پاکې اوبه نه‌لري او نه يې هم کوټې د اوسېدو لپاره مناسبې دي.

د ده په وینا، د سرپناه او کاروبار برابرولو ترڅنګ دې ورسره د کرنيزو ځمکو ابادولو کې هم مرسته وشي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


«د اوبو ستونزې ډیرې دي، د کوټو ستونزې لرو، د هر څه ستونزې زیاتې دي. ځمکې مو هم خرابې پرتې دي، خو وسايل نلرو، د کورونو جوړولو لپاره هم وسايل نلرو، که د کورونو جوړولو لپاره مو وسايل وای، تر نن ورځې پورې موږ په پرديو کوټو کې پراته يو. خپله کورونه خو نشته، تقريبا ۴۵ کاله موږ په پاکستان کې تېر کړل، اوس چې دلته راغلو ستونزې بیخي ډېرې دي.»

د ظاهرشاه په نوم يو بل راستون شوي هم وویل چې د کورونو کرايو د لوړوالي له امله نه‌شي کولی هم د کور کرایه ورکړي او هم د خپلې کورنۍ نورې اړتیاوې پوره کړي.

«دا نوي کډوال چې راغلي بلکل سرپناه نه‌لري که بيا هم سرپناه پيدا کړي، هغه بيا داسې مشکل لري چې له ۳ زره، ۵ زره، ۶ زره او ۷ زره کرايه وي، هغه نشي پوره کولی. بله خبره دا ده چې ډېر مسلکي خلک په‌ کې دي، دا بايد عادي ونه بلل شي، خو د هغوی سره کومه وجه نشته، نو له همدې امله شاته پاتې دي.»

د پکتيا د کډوالو او راستنيدونکو چارو رياست مسولان وايي چې د ۱۴۰۴ کال له پيل راهیسې پکتيا ته ۳۱۵۰ کورنی راستنې شوي چې ډيری يې سرپناه نه‌لري.

د پکتيا د کډوالو او راستېدونکو چارو رییس مولوي حبيب الله شهيدزاده وويل، د تازه راستنو شويو لپاره د کاري زمینې، سرپناه او نورې بيلابيلې اسانتياوو برابريدو لپاره ځانګړې جوړې شوې کميټې کار کوي.

«د کډوالو وزارت په واسطه او زموږ په بار، بار هڅو د مؤسساتو سره د مجلسونو او ناستو په پای کې ۱۰۰ کورونه د قطر د سرې مياشتې ټولنې لخوا جوړ شوي او ۳۰ کورونه بيا د يو اين ايچ سي آر نړيوالې ادارې په مرسته جوړ شوي او خلکو ته په واک کې ورکړل شوي.»

پکتيا کې د تازه راستنو شويو کورنيو لپاره د دايمي سرپناه د برابرولو په موخه، د مرکز ګردېز اړوند د «رباط» سيمه کې په شاوخوا ۲ زره جريبه ځمکې د ښارګوټي جوړېدو چارې نږدې ۷ مياشتې وړاندې پيل شوې، خو تراوسه په کې راستنو شويو کورنيو ته ځمکې نه دي وېشل شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د خيبرپښتونخوا د کورنيو او قبایلي چارو وزارت د شمېرو له مخې، د پاکستان حکومت له اعلان وروسته تر دې دمه له ياد ايالت څخه نږدې ۹۸۹ زره افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي چې د دوی په خبره، ډیرو يې د کډوالۍ اسناد نه‌لرل.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام