۲۷کلنه شهناز له خپلو دوو ماشومانو سره له ایرانه ایستل شوې او دا مهال د هرات اسلام‌کلا کې په نه زغمل‌کېدونکې ګرمۍ کې، له امکاناتو او سرپناه پرته ژوند کوي.

هغه سلام‌وطندار ته وايي، نه‌پوهېږي چې چېرته لاړه شي او وېره لرېږي چې ماشومان به یې، د ګرمۍ او ګڼې‌ګوڼې له امله ناروغ شي.

نوموړې وویل: «افغانستان ته د راتلو دوه ورځې کیږي. موږ دلته کور یا سرپناه نه‌لرو، زه له خپلو دوو ماشومانو سره له ایران څخه وشړل شوم، دلته وضعیت ښه نه‌دی، موږ د پاتې‌کېدو ځای نه‌لرو او هوا ډېره ګرمه ده. زه اندېښمنه یم چې زما ماشومان به په دې ګرم موسم او دې ګڼه ګوڼې کې ناروغ شي. زه نه پوهېږم چې څه وکړم، چېرته لاړه شم!»

له ایران څخه یو بل راستون شوی حامد وايي، د قانوني اسناد له درلودو سربېره، له ایرانه اېستل شوی دی. «زه شل کاله په ایران کې وم، زه په یوه ځای کې ساتونکی وم، یوه ورځ دوی راغلل او زه یې ونیولم، دوی وویل، تاسو بېرته ستنوو، ما وویل، ما مه باسه، زه نه ځم. دوی وویل، نه تاسو دلته د ژوند کولو حق نلرئ، موږ به ستاسو هېڅ یو کس ته اجازه ورنکړو چې لاړ شي.»

همداشان محمدعارف، هم تازه له ایرانه اېستل شوی او بېرته هېواد ته راغلی دی. نوموړی وايي چې د کډوالۍ اصلي لامل يې وزګارتیا ده. هغه له حکومتي چارواکو غواړي چې د کار زمینه ورته برابره کړي.

نوموړي وویل: «موږ د کرایې پیسې هم نه‌لرو، دا ټول خلک چې راغلي، د کرایې پیسې نه‌لري. ډېرې ستونزې شته. موږ له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوو چې موږ ته کار راکړي، څو بل هېواد ته لاړ نه‌شو. زموږ ژوند به تباه شي، زموږ ماشومان به پدې هېواد کې تباه شي او موږ به په بل هېواد کې تباه شو.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په همدې حال کې، د هرات چارواکي وایي چې په وروستیو ورځو کې د کډوالو د بېرته راتګ بهیر زور اخیستی دی.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس او د کډوالو چارو ته د رسېدنې کمېسیون مسوول احمدالله متقي وایي چې په تېرو ۱۲ ورځو کې تر ۳۰۰زره ډېر افغان کډوال د اسلام‌کلا له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

هغه وویل: «په تېرو ۱۲ ورځو کې د کډوالو د راستنیدو د پراخې پروسې له پیل راهیسې، له ۳۰۰،۰۰۰ څخه ډېر کډوال د اسلام کلا پولې له لارې افغانستان ته داخل شوي دي، په شمول د هغو کډوالو چې په خپله خوښه یا په زور راستانه شوي دي.»

بل‌خوا، د هرات د والي ویاند، یوسف سعیدي، د کډوالۍ اړوند بنسټونو او د دې ولایت د اوسېدونکو همکاري د دې بحران په مدیریت کې ارزښتناکه ګڼلې ده.

هغه سلام‌وطندار سره په خبرو کې ویلي: «اسلام‌کلا کې وضعیت د افغانستان اسلامي امارت یا د دې سکتور مسؤلې کمیټې لخوا په ښه توګه اداره کېږي. هره ورځ له ۳۵۰۰۰ څخه تر ۳۶۰۰۰ پورې کډوال د اسلام‌کلا پولې له لارې راځي او د دوی شمېر اوس مخ پر زیاتېدو دی. حکومت د هر ولایت څخه واحد کډوال او د دوی کورنۍ په وړیا توګه هرات ښار ته لېږدوي. او د هرات خلکو هم له حکومت سره همکاري کړې او دا کار ته دوام ورکوي.»

د حکومت له محدودو امکاناتو سره سره، یوشمېر خیریه بنسټونه هم د کډوالو سره د مرستې لپاره هرات ته تللي. ځینې بنسټونه وایي چې کوي لومړني روغتیايي خدمات، خواړه او د څښاک اوبه هغو راستنېدونکو ته برابر کړي چې له ایران څخه بېرته راګرځېدلي دي.

هرات کې د یوه خیریه بنسټ مشر سعیدصدیقي وايي: «د اناردرې د خلکو خیریه بنسټ، د هرات په اسلام‌کلا کې، د ګرځنده پخلنځي د جوړولو مسؤلیت پر غاړه واخیست چې هره ورځ پنځه زره خوراکي کڅوړې پخوي او موږ به دې پروسې ته د یوې میاشتې لپاره دوام ورکړو.»

که څه هم د ولسي خلکو او خیریه بنسټونو مرستې تر یوه حده د بیرته راستنېدونکو ځینې بیړني اړتیاوې پوره کړې دي، خو راستنېدونکي اساسي مرستو ته تر بل هر وخت ډېره اړتیا لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام